کور / تازه خبرونه / څارنوالۍ د ملکيانو قاتل ته دمرګ دسزا غوښتنه وکړه

څارنوالۍ د ملکيانو قاتل ته دمرګ دسزا غوښتنه وکړه

دنړیوالوخبروله مخې دامریکاپوځي څارنوالانوهغه امریکايي ته دمرګ دسزا غوښتنه کړې ،چې دمارچ په میاشت کې یې دکندهارولایت دپنجوایئ ولسوالې په یوه کلې کي دنهوماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ملکي افغانان په ډیر ي بیرحماني سره په ډزو ووژل اونهه تنه یی زخمیان کړی وو.
د امريکا په متحده ايالاتو کي دمحکمي لپاره افغاني شاهدانوهم دهغه پوځی دوحشیانه ظلم په اړه شاهدې ورکړی وی. افغان ولسمشر حامدکرزی ،دولسي جرګی غړواودافغانستان دمدني ټولني غړو او خلکو هم ددي ناوړه عمل په اړه کلک غبرګونونه ښکاره کړل .دامريکا ولسمشر اوباما په دې اړه د يوه مناسب گام داوچتولو ژمنه کړې وه.
خوتورن رابرت له پېښې څوورځې وروسته له افغانستان څخه وایستل شو. تورن رابرت بيلز به دامریکا دپوځی محکمي دجزا قانون د۳۲ مادی ترحکم لاندي دوژني او تیریو له ۲۹ تورونوسره مخامخ شي.اوکه چېرې پړاوملامت وګڼل شي نودمرگ سزا به ورته وټاکل شي.
بل لوري درابرټ بیلز مدافع وکیل وايي چي کافي شواهد په لاس کې نشته اودلومړي برید من رابرټ بیلزپوځي وکیل جګړن ګریګوري مالسن وايي چي دبیلز دګناه او بې ګناهۍ تر پایلې پوري لاډیره اوږده لارپه مخ کې پرته ده.
د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څوځلې په عراق کې هم دنده ترسره کړېده. دافغانستان خلک،دوژلوکسانوکورنيواوخپلوانو دتورن رابرت بیلز دریښتني عدالت اوحقیقې محکمي ته سترګۍ په لاره دي ،ترڅو نوموړۍ دخپل وحشیانه عمل سزا وویني اودقانون کړنې پری عملې شي.