اسلام اباد :اسلام اباد ته راغلي د افغان سولې عالي شورا پلاوي د خپلو کتنوپه لړکې د جمعیت علماء اسلام ډلې له مشر مولانا فضل الرحمان او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال اشفاق پر ویز کیاني سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په باب خبرې وکړې. د پاکستان دولتي تلویزیون د راپور له مخې افغان پلاوي او جنرال کیاني په افغانستان کې د سولې بهیر سره د پاکستان د مرستې او ګډې همکارۍ په باب خبرې کړي.صلاح الدین رباني، چې تیرماښام د دې شورا د یوشمیر غړیو په ملتیا اسلام اباد ته رارسیدلی ټاکل شوې د کوربه هیواد له ولسمشر او د نورو دولتي چارواکو ترڅنګ د یو شمیر سیاسي و مذهبي ګوندونو له مشرانو سره هم وګوري.