کور / تازه خبرونه / افغانستان ته د امريکا قومندان تر څارني لاندي دئ

افغانستان ته د امريکا قومندان تر څارني لاندي دئ

د امريکا د دفاع وزير ليون پانيتا د دوشنبې په ورځ اعلان وکئ، چي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قومندان جنرال آلن تر څارني لاندي دئ.
ليون پانيتان وويل پر جنرال آلن شک کېږي، چي له جيل کيلي نومي نجلۍ سره يې نامناسبي اړيکې ساتلي دي، چي ښايي د ډيويډپيټريس په رسوايي کي يې لاس وي.

د امريکا د دفاع وزارت چارواکي وروسته له هغه پر جنرال آلن او جيل کيلي باندي شکمن سول، چي جيل کيلي ته د پاوله براډويل له خوا په ايمېل کي ګواښونه وسول.
پاوله براډويل هغه نجلۍ ده چي د سي، آى، اې له مستعفي مشر ډيويډ پيټريس سره يې جنسي اړيکي درلودل.
ډيويډ پيټريس تېره جمعه دغه اړيکي ومنل او له خپلي دندي (سي، آى، اې) له مشرۍ څخه يې استعفاء وکړه.

د دفاع وزير ليون پانيتا وايي د جنرال آلن له قضيې څخه د امريکا فډرال استخباراتو د يکشنبې په ورځ خبر کړ، او د دوشنبې په ورځ يې د څېړني حکم وکړ. نوموړي زياته کړه چي د اروپا دپاره د امريکايي ځواکونو د قومندان په حيث يې د جنرال آلن ترفېع د تحقيقاتو تر بشپړېدو ځنډولې ده.

د دفاع وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي رسنيو ته د نوم نه خپرولو په شرط ويلي، چي جنرال آلن له آغلي کيلي سره اړيکي درلودل او د پنټاګان څارونکى ټيم د دوى پر شاوخوا ٢٠٠٠٠ مخه ايمېلونو باندي چي له ٢٠١٠ کال راهيسي يې يو بل ته لېږلي دي، تحقيقات کوي.
د آغلي جيل کيلي په باب ويل کېږي چي د ډيويډ پيټريس پخوانۍ ملګرې هم وه او په فلوريډا ايالت کي د مک ډيل په نوم د هوايي قواوو په مرکز کي په داوطلبه توګه کار کوي.
مک ډيل اډه د امريکا د متحده ايالاتو د ټولو هوايي ځواکونو د قوماندې مرکز دئ.