مزارشريف : داسلامی جمعیت ګوند پخوانې مجاهدقوماندان اودبلخ ولایت اوسنې والې عطا محمد نورنن یوي افغانې خبری رسني ته څرګنده کړه ، چي په راتلونكوولسمشريز ی ټاكنوكې به په دی شرط دخپل ځان دكاندېدهیله ولرم ،که چیری دافغانانوباورترلاسه کړم اودافغانانودملي یووالي ملاتړ له ځان سره ولرم ،داځکه چي زماکاندیدیدل حتمي نه دی خوداسي هم نده چي کاندیددی نشم.
د بلخ والي عطا محمد نورچي په تېرو ټاكنوكې يې دعبدالله عبدالله ملاتړ كړى وو، وایی چې كه دى درك كړي، چې ده ته اړتيا ده؛ نودولس دخدمت په موخه به دولسمشری ټاکنوته راوړاندی شي اوځان به كانديدکړی.
نوموړي دراتلونكوولسمشريزو ټاكنوپه وړاندې دوه مهم ګواښونه او ديوه احتمالي ګواښ يادونه داسي وكړه.
هغه وایی که په هېوادكې روانه نسبي نا امني اوپر ټاكنيزو چارودولس بې اعتمادي زیاته شي اواوسنې حالت خراب او بحراني شي نوارومروچي ستونزي به پیداشي .اوکه داستونزی په خپل وخت لیرې نه شي نودراتلونکوټاكنو بهیر به نه یواځی له ستونزوسره مخامخ شي بلکه دعادلانه او رڼو ټاکنو هیلی به هم په عمل کي پلې نشي.
نوموړي زياته كړه، دى هيله لري، چې ټولې خواوې به په امنيتي فضا كې درڼواو عادلانه ټاكنو لپاره هڅې وكړي.اودافغانستان راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې پرافغان دولت اوافغان ولس پورې اړه لري، چې څرنګه يې ترسره کړی.
ټاکل شوېده چې دولسمشرۍ اوولايتي شوراګانو ټاکنې به د۲۰۱۴میلادی کال داپریل په میاشت اود ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه نیټه يو ځاى ترسره شي.ددې مخکې هم يو شمېرکسانو چې په کې دولسي جرګي وکيلان هم شامل دي، د ولسمشری دکانديد اعلانونه کړي دي.