کور / راپور / انګلستان: دډيورنډ لاين ۱۱۹ تلين وغندل سو

انګلستان: دډيورنډ لاين ۱۱۹ تلين وغندل سو

بسم الله الرحمن الرحيم


د انګلستان په پلازمینه لندن کې د«ډیورنډلاین» د۱۱۹تورتلین دغندنې د ناستې اود نړیوال کنفرانس اوسیمینار راپــور


د انگلستان په پلازمینه لندن کې زمونږ ځانګړی استازي د «ډیورنډلاین» د ۱۱۹ تورتلین د غندنې د نړیوال کنفرانس اوعلمي سیمینار د جوړې شوې ناستې، په هکله خبر راکوي.
نن د یکشنبې ورځ د ۱۳۹۱ هــ ش کال د لړم په ۲۱ نیټه چې د ۲۰۱۲ زیږدیـز کال دنوامبر د ۱۱ نیټې سره برابره ده ، د انګلستان په پلازمینه لندن کې د یو شمیر مخکښو افغانانو په نوښت او همت یو ستر، نړیوال کنفرانس او علمي سیمیناررابلل شوې او دایر شو.
دادې د۲۰۱۲ زیږدیز کال د نوامبر د ۱۲ نیټه څخه د «ډیورنډلاین» د تخیلي او تحمیلي کرښې څخه چې د افغان ملت يې په ناروا توګه په دوه برخو ویشلی، ۱۱۹ کاله تیریږي.
په لندن کې په دې مناسبت غونډه چې د سهار په یوولسم نیمو بجو پیل او د ماښام تر شپږو بجو پورې يي ادامه درلوده، دوه برخې لري.
لمړۍ برخه:
په دې برخې کې مخکښو پوهانو، ملې او وطنپالو شخصیتونو او د سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو او بنسټونو استازو او ددې ملي داعیی یو شمیر مخکښانو خبرې وکړې.
د ګډون کوونکو په ویناوو کې تأکید وشو چې «ډیورنډلاین» هغه وخت د یو فاصل خط په توګه (ډیمارکیشن لاین) په موقته توګه فاصله خط وه چې د هغه وخت د افغان امیر عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د خارجه چارو وزیر سر مارتیمر ډیورنډ ترمنځ تفاهم شوی او په ډیرو موارد کې روښانه نه وه. دا خط په واقعیت کې یوه هڅه وه چې دداوړو هیوادو ترمینځ د نفوذ ساحې تریوه حده روښانه کړي.
ګډون کوونکو تأکید وکړ چې د «ډیورنډلاین» ختیځه غاړه د تاریخ په اوږدو کې هیڅ کله ،حتی د برتانوي استعمار په مهال هم ، دبرتانوي هند خاوره نه وه ګڼل شوې .
برخه والو تأکید وکړ چې په دې پړاو کې که حکومتونو خپلو امکاناتو او شرایطو ته په کتو لازم او مقتضي تدابیر نیسي او اقدامات کوي خو ملت د «ډیورنډلاین» نه منلی او نه به يې ومني. افغان ملت به داملي داعیه تل ژوندی ساتي او په دې پړاو کې تنویري او توضیحي عام او وسیع کار، حتمي او ضروري ګڼي.
تأکید وشو چې دا یو ملي داعیه ده او په ټاکلي قوم، محل، معین شخص، سیاسي ګوند اوسازمان پورې منحصره نه ده او نشي پاتې کیدلای.
داعیه د لر او برو افغانانو یو ملي مطالبه او غوښتنه ده چې په تاریخی، علمی، حقوقي او نړیوالو اصولو ولاړه ده.
د ددې غندنغونډې په پای کې دیارلس فقریزه پریکړه لیک فیصله او د هغه دتطبیق لپاره ممکن تدابیر ونیول شول.
د ناستې په دوېیمه برخه کې د لراوبر افغانانو یو شمیر مخکښو استازو د سیمینار په توګه، ددې ملي داعیی تاریخي، ملي، علمی، او حقوقي اړخونه بیان او د حاضرینو پوښتنو ته يي په اکادمیکه او علمی فضا کې په پوره حوصله مندې توضیحات و ځوابونه وویل.




 د «ډيورندلاین» دتپل شوي اواستعماري کرښې په اړه


د لندن د نړيوال کنفرانس پرېکړه ليک


نن د یکشنبې ورځ د ۲۰۱۲ ز کال د  نوامبر یوولسمه چې د ۱۳۹۱ لمريز کال د لړم د ۲۱ ننيټې سره سمون لري دیوشمیر مخکښو افغانانو او د ډیورند لاین د لانجې د حل د عالي شورا په بلنه، يو شمير ټولنيزو، سیاسي پوهانو، ليکوالانو، ژورنالستانو او د فرهنګي او اجتماعي ټولنو او سیاسي ګوندونو استازو او منلو شخصيتونو په ګډون په هيواد مينو لر او بر افغانانو په ګډون د برتانيا په پلازمينه، لندن کې د ډيورند د استعماري کرښې په خلاف نړيوال کانفرانس جوړ شو.


په دغه کانفرانس کې څيړونکو او تاريخ پوهانو د ملي، تاريخي او نړيوالو منل شوو حقوقي ارزښتونو په رڼا کې د ډيورنډ تپلې شوی کرښې په خلاف هر اړخيزې خبرې وکړې اوټولو ويناوالو په ډاګه کړه چې د دې خيالي او تپل شوې کرښې دواړو خواو پرتو اولسونو هيڅ کله د ډيورند استعماري کرښه له هماغه لومړی ورځې څخه چې يو واحد ملت يې په دووبرخو ويشلې، نه ده منلې.


په ١٩٤٩ز کال کې د افغان اولس استازو د افغانستان (ملي شورى) اوومې دورې د ١٨٩٣ز کال ، ۱۹۰۵ ز ک ، ۱۹۱۹ ز ک ، او د ۱۹۲۱ ز- ک تعهد ليکونه، د رأیو په اتفاق لغوه اعلان کړل


د يادو شويو حقايقو او پدې اړه د نړيوالو حقوقي موازينو او ارزښتونو په رڼا کې د لندن نړيوال کانفرانس پريکړه کوي چې:


(١) – کانفرانس پــه ټينګار سره د ډيورنډ د تپل شوې کرښې پر بنسټ له تاریخی افغانستان څخه د ټولو جلا کړی شوو سيمو د استرداد غوښتنه وکړه.


(٢) – “ډيورند کرښه” Durand Line)) يوه”خيالي- مصنوعي” کرښه ده چې هيڅ ډول عملي، اجرائيوي ،حقوقي او قانوني مشروعيت او اتبار نه لري. کانفرانس د افغانانو دغه ويش د سيمې د ټولوستونزو او ربړونو بنسټ بولي او د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته پرتو اولسونو باندې د يووالي د دوام غږ کوي.


(٣) – هغه څه ته چې د “ډيورند د کرښی”( Durand Line) موافقه ليک ويل کيږي، د لاس لیک له هماغې لومړۍ شيبې څخه د نړيوالو حقوقو له عمومي پرنسپونو ، نورمونو او پروسیجر سره په تضاد کې وه، هغه نه د يوه خپلواک دولت له خوا، چې د نړيوالو قوانينو له مخې د لاسليک واک اوصلاحيت ولري، لاسليک شوى، او نه هم د افغان لوري د ازادې ارادې او رضايت څرګندوى دى.


(٤) – په تاريخي لحاظ تپل شوی “ډيورند کرښه” نه فزيکي (ډيفکتو) او نه هم د کاغذ پرمخ (ډيجور) حقوقي ارزښت لري. په دې خيالي کرښه کې ټول بشري، جغرافيايي اوحقوقي معيارونه تر پښولاندې شوي. د يوه واحد افغان ولس وجود يې جدا کړای، پاشلی او د ناسورشوي زخم څخه یی د تيرو۱۱۹ کلونو په بهير کې وينې بهيږي.


(۵): د دیورند تش په نامه او تپل شوی کرښه دلاسلیک له وخت نه را پدیخوا د افغان چارواکو او دولتونو له خوا په رسمیت نده پیژندل شوی او تل یی په دغه هکله د مقابل لوري دوړاندیزونو په وړاندی د نړیوالو حقوقی او قانوني پرنسیـپونو او د تپل شوی کرښي دواړو غاړو ولسونو ارادی ته د درناوی پر بنسټ د رد ځواب ورکړشوی دی.


(٦) – لکه څنګه چې په وروستیو څو لسیزو کې ويتنام، المان او يمن یو د بل پسی سره يو ځای او هانګ کانګ په ١٩٩٧ز کال خپلی مورنی هیواد ته وسپارل شو په هم دغه ډول افغان ولس هم دا حقوقي او قانوني حق لري چې له هغوي نه جلا کړل شوي خاورې او ولسونه په يو واحد هيواد افغانستان کې ګډ ژوند ولري.


(٧) – کانفرانس، د افغان ولس د ملي ارزښتونو د پالنی، په بنسټ د سوله اييزې سیاسي مبارزی په مټ خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره نه ستړی کېدونکی مبارزه کوي. تر هغه پورې به خپلو نه ستړې کيدونکو مبارزو او روا هڅو ته دوام ورکړي ترڅو د بشپړ افغانستان په جوړیدو سره دا د ناسور زخم د بشپړ افغانستان له وجود څخه د تل لرې شوى نه وي.


(٨) – کانفرنس له نړيوالې ټولنې نه غواړي چې د تاريخي حقايقو په رڼا کې د بشپړ او تاريخي افغانستان د جوړيدو په لار کې پراته سیاسي او جغرافیايي خنډونه له منځه يوسي.نړيواله ټولنه


دې په دې پوه شي چې په سيمه اونړۍ کې سوله او ثبات د “ډيورند کرښی” د له منځه وړلو او دهغې دواړو خواو ته پرتو ولسونو پر يو کيدو پورې تړلي دي.


( ۹ ) دا کانفرنس د ټول افغان ملت پر دښمنانواوقاتلينو غږ کوي چې تر هرې پلمې او عنوان لاندې افغانوژنو ته د پاى ټکى کيږدي.٠


(۱۰ ) الف : د کنفرانس ګډون وال د پاګستان په ګټه د ډیورند کرښې د یو اړخیزې پیژندنې په اړه، د امریکا د لوړپوړو چارواکو وروستۍ څرګندونې چې د افغان لوري ملي ګټې او ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي او بلخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه ګنل کیږي، په کلکه غندي.


ب : د کنفرانس ګډون وال له افغان دولت څخه په ټینګه غوښتنه کوي، ترڅو په دیپلوماتیکو لارو په کابل کې د امریکا سفیر  جمیز کنینګم او دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا استازی مارک ګروسمن له دندو څخه په ختمیدو کې لاس په کار شي. 


( ۱۱ ) : د کنفرانس ګډونوال له افغان دولت څخه غوښتنه کوو، هغه افغانان چې د ډیورڼد کرښې په منلو او د ځکمني بشپړتیا په خلاف، د پاکستان او نورو بهرنیو هیوادو د لاس اله ګرځي، د ملي خاینونو په توګه رسوا او مجازات کړي .


( ۱۲ ) کنفرانس پریکړه وکړه چې دا پریکړه لیک دې د ملګرو ملتونو د ټولنې عمومي منشي، د امنیت شورا ، د اروپا پارلمان، د اسلامي هیوادو نړیوال کنفرانس، شانګهايي تړون ، د سترو هیوادو مشرانو او په انګلستان کې کوردیپلوماتیکو نماندګیو ته ولیږل شي .    


(١۳) – دا پريکړه لیک په دريو ژبو (پښتو، دري او انګلسي) ترتیب او ټول متنونه يې مساوی اتبار او حقوقي ارزښت لري.       و من الله توفيق