کور / تازه خبرونه / شمس: رباني به د سولې په اړه رغنده خبرې وکړي

شمس: رباني به د سولې په اړه رغنده خبرې وکړي

اسلام اباد :پژواک د خبر له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني به له پاکستاني مشرانو سره د سولې په اړه رغنده خبرې وکړي.دا څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس پژواک خبري اژانس ته وکړې.د هغه د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې نن له غرمې وروسته صلاح الدين رباني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په درې ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته راشي.د شمس په وينا، دغه ځل د سولې د عالي شورا پلاوى له يوې منظمې تګلارې سره پر مهمو موضوعاتو له پاکستاني مقاماتو سره خبرې کوي.هغه وايي، چې د دغه سفر اصلي موخه هم دا ده، چې تشريفاتي نه وي او هيله يې څرګنده کړه، چې د سولې د عالي شورا د پلاوي سفر به ښې لاسته راوړنې ولري پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو د وزيرې حنا رباني کهر په رسمي بلنه اسلام اباد ته راځي.سرچينې زياته کړې، چې هغه به په بهرنيو چارو وزارت کې له رسمي مذاکراتو سربېره له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير راجا نادر پروېز او د پوځ له يو شمېر چارواکو سره هم وګوري.د يادونې ده، چې پاکستان ته د سولې د عالي شورا د مشر د سفر پرېکړه تېر کال په واشنګټن کې د امريکا، افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په درې اړخيزه غونډه کې شوې وه خو اسلام اباد ته د صلاح الدين رباني سفر څو څو وارې وځنډېد، ټاکل شوې وه ،چې د تېرې روژې په مياشت کې دغه سفر ترسره شي، خو بيا د ځينو نامعلومو لاملونو له امله وځنډېد او وويل شول، چې له اختر وروسته به ترسره شي، خو يو ځل بيا وځنډېد.