پېښور:په تورخم پوله د پاکستان کسټم چارواکي وايي چې دوی په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو له پاره سامان وړونکي څلور داسې کنټینر په خپله ولقه کې اخیستی دي چې د خوا وشا درو لاکو ډالرو سامانومه ترې غلا شوی دی، او د متبادل په توګه ئې پکې د وزن برابرولو د پاره خام سیمټ، شګه او د سیمټو بلاکونه اچولي ول.دوی وايي د دغو کنټینرو د ماتولو او د سامانونو د غلا کولو په تور کې ئې شپږ کسان نیولی دی.د دوی په وینا په دې کې زیاتره د ګاډو بیټرۍ وي چې په کابل کې امریکائې بیس ته وړل کیدي.د دوی په وینا دغه کنټینر د خیبر درې په لاره په جمرود کې د نیشنل لاجسټک سیل تالاشۍ نه هم را تیر شوی دی، خو د دې باوجود هلته نه دی نیول شوی، او دوی ته اطلاع ورکړل شوې وه او چې کله یې په تورخم ټرمینل وکتل نو د دې نه سامانونه ویستل شوی وو.په دې اړه باندې په تورخم پوله د کسټم یو چارواکی عطامحمد رسنيو ته وویل: د دغو کنټینرو چتونه مات شوی او بیا ویلډ شوی وو، نو موږ ته پته ولګیده چې سامانونه ترې غلا شوی دی،موږد دغو ګاډو، ۴ ډرایوران ، د کسټم کلیرنګ یو ایجنټ او د ټرانسپورټ کمپنۍ یو تن نیولی دی،او د دې پلټنې مو پیل کړی دی))دا چې د ناټو ځواکونو د پاره رسد وړونکو دغو کنټینرو نه سامانونه څنګه ویستل کیږی؟په دې اړه باندې په تورخم پوله د کسټم کلیرنګ ایجنټس ایسوسی ایشن صدر زرقیب خان وايي:د ناټو کنټینرو د سیل ماتولو د پاره خپل لوهاران او مستریان وی،هغوی ئې هر ډول سامان لری،نټونه او بولټونه ترې لري کړی او بیل ئې د سامان غلا کولو نه پس هم هغه شان بیا جوړ کړی. په دې کې ورسره ډرایوران او د ګاډی مالکان هم شریک وی،او یوازي په خیبر کې نه بلکه په کراچۍ، کویټه، پنجاب او پیښور کې هم دغه کنټینرماتیږی او سامانونه ترې ویستل کیږي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه