هروخت چې به مي د آزادۍ راډيو دغه اناونس تر غوږ شو چې ((راپور زموږ او قضاوت ستاسو))، يا ((آزادۍ يوه خپلواکه او ناپېيلې راډيو ده)) واورېده، نو هېښ پېښ به شوم، ځکه آزادۍ راډيو په کندهار کې دوه خبريالان درلودل، چې يو يې د کندهار د راډيو تلوېزون مدير او بل يې د والي وياند وو، دوى ځکه زما د هېښتيا سبب وو چې دې نو کله امکان لاره، چې خبريال دي يې په يوه رسمي دولتي مقام کار کوي او راډيو يې له خولې څخه د ناپېيلي او بې پرې خبر لاپه ووهي؟ بيا نو په داسي يوه ولايت کې چې والي صاحب يې د ټولو نړيوالو او سيمه ايزو خپرونو جلو په لاس کې اخيستى دى.
د آزادۍ ياران خو مي مخکې وويل چې په دولتي پوستونو يې کار کاوه، پاته شوه د امريکا ږغ راډيو، د هغې خو له لويه سره هرڅه د واشنګټن په فرمايش دي. او سيمه ايزي راډيو ګانې خو يا دولتي دي او يا هم د زورواکانو تر تاثير لاندي دي.
يو شى چې پاته وو او ولس خپلې هيلې ورپورې تړلې وې، هغه د بېنوا پښتو ويبپاڼه وه، بېنوا يانو که د والي خلاف څه نه ويل يا يې نشواى ويلاى، خو په وياړېدم ځکه چې د والي پر صفتونو يې هم خوله نه خلاصېده.
خو اوس!
داسې ښکاري چې والي صاحب بېنوايانو ته هم لاره کړې، ځکه د دې ښاغلي د فساد په اړه که پخوا يوازي خلګو په کوڅه او بازار کي تبصرې کولې، بالاخره يې د دنيا له کوم بل کونج څخه هم ږغ پورته شو، او د کاناډا د بهرنيو چارو وزير ماکسيم برنير افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې په ډاګه کړه چې دغه کس د فساد ريښه ده.
دا چې والي څوک او د چا د لاس آله ده؟ او يا ولې يې جمهور رئيس له دندې نه ليري کوي، يا هم کاناډا ولې خپله خبره واخيسته، پر دې ټوله دنيا پوهېږي، چې عيان ته د بيان حاجت نشته.
خو بېنوايانو په لومړۍ ورځ د برنير څرګندوني تر ټولو افغاني مطبوعاتو دمخه خپرې کړې، اما ډېر ژر يې له بې پرې پاڼې څخه د والي په ملاتړ يو پر بل پسې داسي بې سر او بوله مقالې خپرې شوې، چې تا به ويل اسدالله خالد د بېنوا له ادرسه د خپل ځان سپيناوى کوي، چې دې مقالو د دوى بې طرفي او نا پرې والى تر پوښتني لاندي راووست. (البته د هغو مقالو يو او نيم يې اوس بېنوايانو ليري کړي دي).
نو ځکه وايم چې آزادۍ راډيو خپل دولتي کارکوونکي ليري کړل، والي صاحب لکه چي بېنوا ته لار وکړه. او دا هم زياتوم چې آزادۍ راډيو خپلواکه شوه، خو بېنوايانو تاسي پام کوئ!