کور / تازه خبرونه / کندهار: ملي پوځيانو چاودونکي مواد نيولي

کندهار: ملي پوځيانو چاودونکي مواد نيولي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په کندهار کي يې د عملياتو پر وخت زياته اندازه چاودونکي مواد او مهمات نيولي دي.

له دفاع وزارت څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي د ملي اردو ځواکونو په د کندهار په ارغنداو ولسوالي کي ٢٠ ډبې باروت، دوه ماينونه او دوې د راکټ مرمۍ د تلاښۍ پر مهال نيولي دي.

خبر پاڼي دا نه ده واضح کړې چي د يادو سويو موادو په تور يې څوک نيولي دي، که يا.