کور / تازه خبرونه / د افغانستان ولسمشر نوي ډهلي ته ورسېدئ

د افغانستان ولسمشر نوي ډهلي ته ورسېدئ

ولسمشر کرزى چي د نومبر له نهمي راهيسي هند ته په سفر تللى، نن د دې هيواد پلازمېني نوي ډهلي ته ورسېدئ.
ښاغلى کرزى تر ډهلي دمخه څو ورځي د هند په ستر تجارتي ښار ممبى کي وو، چي هلته يې له هندي پانګوالو سره د غونډي پر مهال هغوى په افغانستان کي پانګي اچوني ته وهڅول.

ټاکل سوې ده ولسمشر کرزى نن د هند له صدراعظم ډاکټر من موهن سنګهـ سره وويني.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تېره اونۍ ويلي وو، چي ولسمشر کرزى به د هند له حکومت سره د دواړو هيوادونو ترمنځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو وږغېږي او له دې هيواد سره به د همکارۍ څلور تازه تړونونه لاسليک کړي.

د هندي ښوونکو له خوا د افغان ځواکونو روزل، د کوډو يا کيمياوي سري د فابريکې جوړول، د ځوانانو چارو او کوچنيو پرمختايي پروژو عملي کول هغه تړونونه دي چي ولسمشر کرزى به يې له هندي صدراعظم سره لاسليک کړي.

اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي د افغانستان او هند مشران به هغه ستراتيژيک تړون ته هم له سره کتنه وکړي، چي پروسږکال دواړو هيوادونو سره امضاء کړى وو.

کارپوهان وايي په ٢٠١٤ کال چي ناټو له افغانستان څخه وزي، افغان حکومت بايد سر له اوسه د سيمي او نړۍ د پياوړو هيوادونو سره دوه اړخيزي اړيکي ټينګ کړي.
هندوستان ته د ولسمشر کرزي سفر هم يو له دې هڅو څخه ګڼل کېږي.

هند په تيرو ١٢ کلونو کي له افغانستان سره د دوه اعشاريه درې ميليارډ ډالرو په ارزښت مرسته کړې، چي ډېره برخه يې د بيا رغوني، سړکونو پر جوړولو او د برېښنا پر توليد باندي لګېدلي دي.