که د بیان آزادۍ قاتلین؟
خیالي فکرونه ، زاړه خیالونه ، هوايي فیصلې ، بې تدبیره پریکړې ، او د اوتو بوتو په اډانه کې د نظریو وړاندې کونکیوته دکار پوه لفظ کارول کیږي، حال داچې کارپوه په لغت کې د یومسلک ، حرفې او یوې برخې ماهر او تجربه لرونکي ته ویل کیږي، دغه لفظ دیوه واحد او مشخص مقصد او معیار له مخې د ویلو او لیکلو موارد لري.
په اوس وخت کې افغاني رسنۍ دکارپوه کلمه له منل شوي معیارونو سره په ټکر کې درولې او د هر ویناوال دنوم ترشا د کارپوه توری ونښلوي او د هغه هوايي بې خونده له خیټې وتلي اوتې بوتې د خپلو رسینو له لارې دخلکو پر مخ ور وولي ، پرته له دې چې د موضوع حساسیت ، د وخت اړتیاوې او نور هغه مسلکي معیارونه چې اړین بلل کیږي په پام کې ونیسي.
افغاني انځوریزې او غږیزې رسنۍ لکه زیږنتون هره ورځ نوې څیرې رازیږوي او پر خلکو د هغوی نظریات او هوايي خبرې تحمیلوي، لیدونکي او اوریدونکي هم له ډیرې ناچارۍ مجبوره کیږي چې دخپرونې او یا خبر ترپایه خپل وخت قتل او له مختلفو څیرو او خولو څخه رنګارنګ خبرې او بې مانا ارشادت واوري .
پوښتنه داده هغه کسان چې ځان ته کارپوه وايي دوی په کوم ځای او په کومو رشتو او حرفوکې زدکړې کړي چې په هغه کې د یوه هیواد ټولې چارې نغښتي وي. او دوی له فراغت وروسته ځان د ټولو چارو کارپوه ونوموي. په دې اړه یوه جالبه بیلګه له تاسې سره شریک کوم ، څوشپې وړاندې په یو تلویزیون کې څو تنه کارپو هان سره را غونډ شوي وو او د امریکې د ټاکنو په اړه یې خبرې کولې
په دې خپرونه کې را غلو کارپوهانو د امریکې نظام او د نړۍ په اړه د امریکا دریځ او دغه راز د سیمې د حالاتو په اړه داسې اوتې بوتې او بې مفهومه خبرې وشیندلې چې د ماشو خندا هم ورته راتله، دوی د خبرو پرمهال پر یوبل لفظي بریدونه وکړل د دوي ترمنځ پټ رازونه را ووتل چې په پایله کې د خپرونې موضوع بدله او دوی د خپلو شخصي کارنامو او پټو کړنو په ویلو اخته شول .
داسې هم شوي چې کار پوهانو په تلویزیوني او راډیویې ژوندیو خپرونو کې د خبرو پرمهال د یو بل یاد داشتونه ، نوټونه او ځوابونه سره غلا کړي دي، یاد داچې یوتن دبل خبرې تکرار کړي دي، نو په داسې یو ماحول کې چې کارپوه صاحب د خپلو خبرو منځ پانګه او مفهوم باندې نه پوهیږي نو څنګه امکان لري چې نور کسان په خپلو خبرو پوه کړي . مهمه خبره داده چې پوه او مستعد کسان د خپل مسلک په چوکاټ کې په واقعي ډول له چارو او روانو حالاتو جاج کولای شي او دویلو لپاره یوڅه جوړوي دهمدي هوايي او لنډغرو کارپوهانو له ډاره پټ شوي دي او خپلې شمېرې یې هم بدلې کړي دي. او نه غواړي چې خپل مسلک ته سپکاوی وکړي.
هغه رسنۍ چې له ایران سره ګډې ګټې لري او دهغوی په ساز ګډیږي په هروڅلورویشتو ساعتونو کې دوه تنه کارپوهان درسنیو مارکیټ ته وړاندې کوي او جالبه خبره داده چې بیا ټول په ایراني ژبه د افغانستان چارې ارزوي چې له یوې خوا د هغوی په خبرو او کلام کې یو ټکی مفهوم شتون نلري له بلې خوا بیا داسې لغاتونه او معماګانې په خپلو اوتوبوتوکې وکاروي چې اوریدونکی په خپل ځان پورې حیران کړي.
او یا داچې کله ولسمشر یو حکومتي چاراوکی له دندې ګوښه او په کوریې کړي څو موده ورسته له دندې ګوښه شوی شخص په یوه رسنۍ کې دکارپوه او یا هم دسیاسي چارو دشنونکي په توګه سر پورته او دغچ اخیستو په موخه په چټیاتو او بې خونده ارشاداتو بینا وکړي. البته په دې برخه کې رسنۍ بیا دپام وړ تیروتنې کوي چې وروسته یې بیلګې له تاسې سره شریک کیږي.
له هرڅه وړاندې د موضوع په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خوب ویده چارواکو او د هغوی پر مسوولیتونو او کړنو نیوکې ورځ تربلې زیاتیږي او دا پوښتنه پورته کیږي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ولې دغه مهم او اساسي موضوع ته پاملرنه نه کوي، حال داچې د هیواد ګټې او ملي مسایل د همدې ماشیني کارپوهانو له خوا تر سختو ګواښونو او بریدونو لاندې دي ، امنیت، اقتصاد، سیاسي موضوعات، سوداګریزې، نړیوالې اړیکې او په لس ګونه نور موضوعات چې هریو خپل متخصص او کار پوه غواړي چې په اړه یې خبرې وکړي نه داچې له بازار او حمامو څخه کسان راټول او پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې برخه کې له پوره ناکامۍ سره مخ دی او یوشمېر افغاني رسنیو هم له دې تشې څخه په ګټه اخیستو سره پرته له دې چې یاد شوي ټکي په پام کې ونیسي داسې څيرې بازار ته وړاندې کوي چې هغوی په هیڅ نه دي خبر او په هره برخه کې چې خبرې کوي درواغ وايي، که نظر ورکوي هوايي او بې مفهومه دي او که تحلیل کوي بیاخونو ټولې اوتې بوتې دي. ماشیني کارپوهان بیا له پورتني نظر سره مخالف دي او وايي چې دوی په ټولو چارو پوهیږي او په هره برخه کې ماسټرۍ لري.
په دې برخه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي په خاصه توګه شخص وزیر پړ او بې مسوولیته پيژندل کیږي چې له هیوادنۍ ګټو، له مسلکي او مطبوعاتي فعالیتونو څخه مسوولانه څارنه نکوي، خو کله چې د اطلاعاتو او فرهګ وزیر ته مایک په مخه ورشي سم دلاسه دشعرونو او ادبي ترحو په ویلو پیل او د خلکو سترګوته خاورې ور واچوي او له غونډې ښوی وتښتي او یا داچې چپنه یې اوږې ته اوچولی وي ګرد په زیارتو او خانقاوو ګرځي.
ماته هغه وخت قهر راځي چې ځینې بې مسولیته کسان لومړۍ دخبریال سپېڅلي دندې ته سپکاوی وکړي او پر ځان د ژورنالیست او لیکوال نوم کیږدي او د همدې مقدسې دندې په سیره کې ناروا او غیر مسلکي کړنوته مخه وکړي ، چې تر لږې مودې وروسته بیا کارپوه شي او نور نو د نړۍ پر حالاتو جاج ، د نړۍ د مشرانو د خبرو ارزونه او نقد کول او په لسګونو نورو برخوکې د لاس وهنې حق خپل ګڼي، چې په ښکاره ډول دایو غیر معیاري او مسلکي پرمختګ بلل کیږي
دپور تنیو خبرو پر دوام باید وویل شي چې ځینې سوداګر ، زوراکې ، ټوپک سالار ، دولتي چارواکي او غداران بیا دپیسو په بدل کې خپل ناپوهه او جاهلانه شخصیت د رسنیو د خاوندانو په واسطه پر خلکو تحمیل او پر ځان د سیاسي چارو شنونکی او یا هم کارپوه نوم کیږدي او له دې لارې خپلو شیطانې موخوته درسیدو هڅې جاري ساتي،چې دا ډول کړنې د رسنیو ارزښت او اغېزیمنتیا له هیڅ سره برابر او ټولنه د بې باورۍ خواته بیایي او له بله پلوه مسلکي او روزل شوي کادرونه چې د علم او پوهې خاوندان دي بیا له خپل مسلک او دندې لرې پاتې کیږي، چې دم ګړۍ دغه ناورین د افغانستان په رسنیو کې پوره حاکمیت لري.
له دې لوی ناورین او تشې څخه مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه کول له ترهګرۍ سره د مبارزې مانالري او که چیرې د ټولنې روڼ آنده او خبیر کسان خپلې خولې پټې وساتې له شک پرته هغه ورځ به لرې نه وي چې د بیان آزادي او خپلواکي نابوده او جنازه یې د ماشیني کارپوهانو او سیاسي شنونکیو له خوا په نامالومو دښتو او غرونو کې خاورو ته وسپارل شي.