دې لیکنې ته مې داکتوبر په درویشتمه نېټه یوبل سرلیک ورکړی وهغه داسې و چې (امریکا موږ ته اړه ده موږ امریکاته اړ نه یو)لیکنه مې تقریبأ پوره کړې وه خودلوی اخترورځې وې دسرګرداني له وجې مې سایټونو ته ونه لېږله له بل پلوه دډېورنډدتورې کرښې په اړوند دسپینې ماڼۍ دځانګړي استازي مارک ګروسمن دامریکاسفیر اودامریکادبهرنیوچارووزارت ویاندغیرمسؤلانه څرګندونوپه مطبوعاتي نړۍ کې داسې سپرغۍ راوټوکولې چې په وړاندې یې زموږ ګڼ شمېر هېوادپالوافغان لیکوالودخپلو قلمونوله خولوڅخه داورلمبې پورته کړې .
البته زه هم کرار نه وم ناست دآزادي رادیوله لارې مې خپله وجیبه داکتوبر په پنځه ویشتمه نېټه سرته رسولې وه خولیکنه مې یوڅه معطل کړه کله مې چې د رسنیوله لارې دکرزي ظاهري خیزونه ولیدل نومې دلیکنې سرلیک په پاس ډول بدل اوپه لیکنه کې مې هم یوڅه بدلون راوست خو داپه دې مانا نه چې ګواکې موږ امریکاته اړ یو نه نه د موږ په نسبت امریکاموږ ته ډېره اړه ده خوله بده مرغه چې زموږ ملي یووالی دجنګي جنایتکارانواو قسم خوړلودښمنانوله لاسه له خطرسره مخ دی ځکه امریکاپه دادومره غټ اورمېږ دنوروچاپلوسي ته ملاتړلې زیات وخت مونه نیسم یوازې دومره وایم چې زما لیکنه ممکین یو څه تنده او ترخه وي خو دازما ګناه نه بلکې دهغه چا داعمالو په مقابل کې غبرګون دی، کوم څوک چې ظاهرأ دانسانیت اوعدالت ناري وهي خو په حقیقت کې تورې تیارې خپروي اوس نوپه لاندې ډول ستاسو پام خپلې لیکنې ته راړوم :
پوره یوولس کاله موږ دامریکانغاروته غوږ ونیوپه دې موده کې دامریکااجیروډنډورچیانوله غږیزورانیولې تر چاپي رسنیوپورې همدایوه خبره کوله اوپه سپین سترګي سره یې اوس هم کوي چې امریکادافغانستان دوست هېواددی بیابه پخپل ژوندکې افغانستان یوازې پرې نه ږدي.
یوولس کاله کیږي چې دافغانستان ځمکنی اوهوايي قلمرودامریکاپه منګولوکې دی دکابل رټلې اوپه نړۍکې تر ټولورسوأاوبدنامه اداره دسپینې ماڼۍ ترحمایې لاندې خپل ټیټ ژوندته په داسې مکرسره دوام ورکوي چې هم یې دحکومت واګې اوامتیازات په لاس کې دي اوهم یې داپوزیڅیون په نوم دخپلولنډه غروبازارتودساتلی .
ددې یوولسوکلونومنډوخورموږپه داخپلوسترګو ولیددتش په نامه ولسمشري اوپارلماني ټاکنونندارچیان هم موږ یو.
موږ په دایوولسوکلونوکې د داسې علمي اوتولیدي موسسو دجوړیدو شاهدان نه یوچې زموږ کړېدلي ولس ته بوختیاوې ومومي ترڅو دجګړو اوفرار په ځای پخپل ملک کې بوخت اوبسیا شي.
موږ دپښتون قام دمحرومیت، له علمي ډګره دایستلواوپه ټولنه کې له توهین اورټلو ور اخواد یوولس کلنې پر له پسې بمورۍ حتا د داسې کمیاوي،بیولوژیکي اوآن نیمه یوارنیوم لرونکوبمونودکارولوشاهدان یو، چې له امله یې اوس په پښتون مېشتوسیموکې میندې معیوب ماشومان زېږوي.
همداډول دپښتنوپه کورنودشپې چاپې، دالقاعده اوطالب په نوم زندانونوته ټېل وهل آن ترګوانتانامې پورې رسول ، په ودونو،دخوښیوپه محفلونواوپه جنازوبمورۍ موهم ولېدې اولاوینویې هغه هم بیا په داسې حال کې وینوچې یوتش په نامه پښتون یې دحامدکرزي په نوم دپښتنودمطلقې نابودي لپاره دقدرت په ګدۍکښېنولی .
بایدزیاته کړم چې د پورتنیوظلمونواونارواوپه وړاندې مقاومت به په داټول افغانستان کې یوقام څه چې دانور ټول قومونه سره یو ځای هم کړئ حتا دیوې اونۍ لپاره هم ونه لري خواتل پټان لا همداسې ټټر ورته نیولی.
یادې بشرضدې کړنې اوداټولې نارواوې هغه چاوکړې اولاکوي یې چې دخپلوموخولپاره یې دهمدغو پښتنو په مټ سټینګر راکټونه ورایښي وو.
روسي سره پوځونه خو تېښتې ته همدغوباتورو اوپه هېوادمیینو پښتنومجبورکړل دلته ماته داخوان، خلق او نورومسئله مطرح نه ده یوازې دومره پوهېږم چې پښتانه په هېوادمین خلګ دي ځکه یې روسان اوس تباهي ته چکچکې وهي دلته یوڅه اړین ګڼم هغه داچې کومه تېروتنه، روسانوکړې وه همهغه ډول امریکایان هم کټ مټ هغه تېروتنه تکراروي غواړم په څرګندو ټکوکې یې روښانه کړم چې روسانو یوازې د پرچم اړخ نیولی ودایې نه درک کوله چې دهغه وخت په نظام کې محرکه ، مدافعه او ډېره کۍ قوه خلقیانوجوړوله او دخلقیانو اکثریت پښتنوجوړاوه زما منظور دادی چې هغه وخت په روسانوسترګې پټې وې اوس بیا په رڼا ورځ امریکایان لارنه ویني اوله داسې چا سره منګولې مروړي چې هر یرغلګر یې په ګانډوکړی دی .
که یوځل بیا خپلې مخکینۍ خبرې ته ور وګرځم هغه داچې روسان خو پښتنوپسې واخیستل تاجک احمدشاه مسعود خو د روسانوپه وړاندې نه یوازې درېدلی نه وبلکې له روسانوسره یې دخپلوي قراردادونه اودپخوانۍ یارانې تارونه لرل .
ازبک رشید دوستم هم دروسانواجنټ اومعاش خور و، هزاره مزاری، محقق اوخلیلي دایران تراوده لاندې اود روسي اشغال په وړاندې یې کومې لاس ته راوړنې نه لرلې دا نورتش په نامه تاجکان لکه غبرګ عبدالله، یونس قانوني، قسیم فهیم، ضیأ مسعود، عطأنور او ډله ډله غله یې هغه وخت کې یوازې دچرګانو په سوړوکې شتون درلودنو درنولوستونکو!
اوس قضاوت تاسې پخپله وکړئ چې له لوېدیځ په تېره بیاله ناټوسره پښتنو څومره لویه مرسته کړې که نه ناټو خوپخپل ټول پوځي اواقتصادي زورسره وارساتړون ته چې مشري یې فیدل کاستروکوله ماتې ورنه کړای شوه خودډګراتلانوهمدغونومیالیوپښتنوپخپله سرښندنه روسان ترمسکوه ور واړول دختیځ اولوېدیځ آلمان دبیا یووالې، په ختیځه اروپا اوټوله نړۍ کې خودبدلون سبب همدغه پښتانه شول خوله بده مرغه چې اوس یوشمېر احسان نه منونکي، منافق اونمک حرام لوېدیځوال د پښتنود تقدیرولو په ځای د پښتنو راتلونکې اود پلرنۍ خاورې تمامیت له خطر سره مخامخ کړی دی.
اوس چې دامریکا دیوولس کلنې دوستي په نتېجه کې دلوړ په ځای په ځوړ روان یوآیا وروسته له دې به امریکا پخپل کنډرکنډر اقتصاد او دوه مخي سیاست موږ په پښو ودروي؟
نه نه هیڅکله نه نوربه له امریکاڅخه هیڅ خیر ونه وینئ که دسپینې ماڼۍواکمنانودافغان ولس اوزموږ دهېواد سرلوړي او پرمختګ غوښتی اویایې افغانستان دځان پارتنر اوخپلواک هېوادبللی نو په دایوولسوکلونو کې به یې دافغانستان قسم خوړلي دښمنان(جنګي جنایتکاران)دنازولواوچاغولوپه ځای دنړیوالې محاکمې مېز ته را کش کړي وای خوله بده مرغه چې دمحاکمې په ځای یې دومره وپړسول چې دادی دګران افغانستان تجزیې ته یې مټې رانغښتې البته دتېراوسږکال دبرلین، دوبۍ، فاریس او لندن غونډې یې ژوندۍ بېلګې دي.
دیادوغونډوپرېکړې ټولې له اساسي قانون سره په ټکر اوملي خیانت ګڼل کیږي خوتش په نامــه ولسمشر حامد کرزی هیڅ ری نه پکې وهي چې داڅه روان دي او داافغانستان لا کوم وطن دی څښتن لري او که نه.
که داسې نه وي نو بیا ولې دا ملی خاینان محکمې ته نه کشوي؟
دتورن اسمعیل ډرتې خوهمدې کرزي پخپله ولیدې ولې یې ځان غلی نیولی دی آیاداډول کړنې داساسي قانون خلاف نه بولي اوکه پخپله ورسره شریک دی؟
که ولسمشر وي خواقدام دوکړي اوکه په وس یې نه وی پوره نوبیاولې استعفأ نه کوي؟
له دې ټولوناخوالواو پښتون قام ځپلو وراخواددنیاله هغه سره ترموږ رارسېدلي امریکایان اوس په ناځواني سره دډېورنډناولې کرښه نړیواله پوله بولي.
هغه قام چې یوه ژبـــه، یوه وینه، یوکلچر، یوفرهنګ اوحتا دنړۍ دټولوقومونوپه پرتله پخپل منځ کې مشترکې ځانګړتیاوې اومناسبات لري په تېره بیا دډېورنډ دناولې کرښې لپاسه دواړوخواووته پراته هستوګن پخپلوکې خېښي سره لري آن چې یو دکاکازوی اخوا اوبل یې داخوااوسیږي خود نوي استعمارښاماران غواړي چې زموږ ددې وروڼو ترمنځ د تل لپاره د ډېورنډ توره لیکه په پوله ومني.
هو!
یووخت نه یو وخت به دامسئله حل وفصل کیږي خونن یې وخت نه دی نن موږ دنمک حراموبهرنیو دوستانواو لستوڼي مارانوله لاسه په پښونه شودرېدای هروخت چې زمینه برابره شوه دکرښې اخواوروڼو په خوښه او ملاتړ به دا توره کرښه لمبه لمبه کړو خواوس ووایاست چې دا ګروسمن څوک اوڅه کاره دی چې زموږ د پاکې خاورې په اړوندپه نا مینځلې خوله خبرې کوي؟
دامریکا سفیرلا څوک دی چې دګروسمن غوندې غیرمسؤلانه خوله ښوروي؟
همدا راز دامریکادبهرنیوچارووزارت په برنډوکې ناستوډموته چاددې حق ورکړی چې په دومره سپین سترګي زموږ دتاریخي قام اوخاورې سپکاوی وکړي؟
که دسپینې ماڼۍ واکمنان د اسلام آباددخوښولویاغولولولپاره دانارواکوي دایې لویه کمزوري ځکه بولم چې دوی د ډېرولویواومهمواهدافوپه نېت سیمې ته پوځونه رارسولي دي .
که دوی هغواهدافوته ځان رسول غواړي بایدپه سیمه کې یوداسې ملاتړی ولري چې دننګ اومیدان ګټلووړتیا ورسره وی زماپه نظر دانومیالی اوتاریخي قام همداپښتون قام دی چې ددرۍ نیمولسیزوپه جګړوکې لاهسکه غاړه ګرزي خوله بده مرغه چې امریکاددې لوی قام په نابودي پسې راخیستې دایې نه جبرانوونکې اشتباه بولم.
دبې کیفایته اوپه ځان مین ریچاردهولبروک له مرګه وروسته دسپینې ماڼۍ واکمنانودافغانستان او پاکستان لپاره دمارک ګروسمن په نوم یو تن دخپل ځانګړي استازي په حیث ونوماوه.
ګروسمن له خپلې مقررۍ سره سم دافغانستان اوپاکستان په چکروپیل وکړ دې ښاغلي دهولبروک په پله سم پل کښېښودڅه چې هولبروک کول همهغه ډول رفتاریې خپل کړڅوځلې یې دمزار له والي عطأنورسره بې له دې چې ملي قهرمان ؟؟ ښاغلی کرزی خبرکړي ولیدل.
ګروسمن دکرزي له خبرېداپرته په خوراجرئت اوخپل سرله عطأنورډوله خلګوسره لیدلي یاویني البته داهرڅه د یوپلان له مخې په مخ وړي.
داپلان ګروسمن نه دی تنظیم کړی، بلکې دادسپینې ماڼۍ داوږدې ستراتیژي له مخې ترتیب شوی خو ګروسمن یې دعملي کولو ضمه وهلې ده.
په داډول بد نېت اوناوړوچاروخوپاک رب دهولبروک زړه وروچاوداوه فکر کوم داځل دګروسمن وارهم راغلی دی په هرصورت اوس به راشودې ته چې:
امریکا موږ ته اړه ده موږ امریکاته اړ نه یو
موږ زرګونه کیلو متره اخوا تر امریکا نه یو ور رسېدلي بلکې هغوی تر دې ځایه پوځونه رارسولي .
اوس ټول خلګ پوهیږي چې دامریکابرجونه دچالخوااوڅه لپاره ونړول شول ښکاره خبره ده چې دبرجونونړول د نړۍ په مخ دطبعي زېرموترسینه لاندې کېدواوداوږدې مودې لپاره دمرکزي اسیااومنځني ختیځ دکنترول لپاره یو چل و.
اوس به راشودې ته چې آیاډېرې مهمې طبعي زېرمې په منځني ختیځ ،منځنۍ اسیاکې دي او که په امریکا کې؟ آیاپه نړۍ کې دجیو پولیتیکو اوجیو اکنومیکوسیمو داشغال هڅه همدې امریکا نه ده کړې؟
که امریکا کړې نو ولې اوله کوم مجبوریته؟
مجبوریت یې ښکاره دی چې خپلې لوږې پسې رااخیستي که نه نوموږڅه ګناه کړې وه چې د۲۰۰۱زکال داکتوبر په اوومه یې زموږ پاکه خاوره ترظالمانه بموریولاندې ونیوه اولاهمداسې مو په ډول ډول پلمو وژني د همدې فزیکي نابودي ترڅنګ یې دافغان ولس د رواني عام وژنې لپاره دنړۍ په مخ ترټولو بدنام، فاسداوجنایت پېشه انسانان د دولت او حکومت په نوم ترخپلې حمایې لاندې نیولي منظور مې هغه څوک دي چې پخوابه په سوړو کې پټ وو اونن یې پهلوانان ورڅخه جوړ کړي خوکه دګردون څرخ راتاو شو داځل به یې په سوړو کې هم موندل ګران وي.
دنړیوالې ټولنې په نوم راغلونابللوله یوې خواداپورتني منفورفسادپېشه ګان په افغان ولس وتپل له بلې خوالا دا سپین سترګي هم کوي چې دځان په ځای افغان باتور ولس ته ګداګر اوترهګر وايي.
هغه متل دی وايي :
ژمی به تېر شي خودسکرو(زغال) مخ به همداسې تور پاته وي.
امریکاداسې فکرکوي چې اوس یکه تازه ده څه یې چې زړه غواړي هغه به کوي خو دا نه سنجوي چې دوی له کوم ځایه کوم ځای ته رارسېدلي هغه هم پخپل لاس جوړوشویو ډرامو.
سرکشو اومغرورو امریکايي واکمنانو نه یوازې خپلې امریکا ته له اقتصادي اومعنوي اړخه زیانونه ورسول، بلکې دنړۍ په کچه یې هم دیموکراسي وځپله او هم یې وشرموله.
نړیوال مناسبات په کوتک نه پالل کیږي اونه ترقیامته په زورسیمې لاندې کیږي داچې په دا یوولسو کلونو کې امریکا له افغان ولس سره څومره جفاوې وکړې او یاد سیمې په اړوندکوم اهداف په مخ کې لري په دې هم چین پوهیږي اوهم روس خوځانونه یې غلي نیولي ترڅوامریکایان خپلې پښې پخپله ووهي چې دا دی دخپل ځان کبر پخپله باسي.
دوی په ټول افغانستان کې راځي راځي له جنګي جنایتکارانوسره مشورې کوي خوداسوچ نه کوي چې داخاوره یواتل ولس لري اودا ولس تاریخ لري،همت لري ناموس لري اوپخپل ناموس سر ورکوي.
امریکايي چارواکو بنګ وهلي لار سمه نه ویني څوک چې ړانده وي هغوی خامخایوه ورځ ګړنګ ته لویږي.
امریکايي واکمنان غواړي ټوله نړۍ وزبېښي دوی خپلوشومواغراضو ته درسېدولپاره حتا دنړۍ په جغرافعه کې هم د بدلون راوستلو هڅه کوي ولو که هرڅومره انساني اومالي بدې پایلې هم رامنځ ته کیږي.
که اوس راشونړیوالومناسباتوته هغه داچې که سپینې ماڼۍ په نړۍ کې اغراض نه لرلای دیوې فعالې او اوچتې دیپلوماسي له مخې به یې دمتقابل احترام اصولوته درناوی لرلای په دې صورت کې به یې ګروسمن ته داسې هدایات ورکړي وای چې دهغوله مخې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي ښه کړي وای ترڅودنړۍ نور ملکونه په تېره بیادسیمې هېوادونه باوري شوي وای چې سپینه ماڼۍله نړۍ سره دبشردوستي له مخې دخپلو مناسباتوپالنه کوي خوله بده مرغه داسې نه ده نه داتوقوع ورڅخه کېده او نه به ورڅخه وشي ځکه خوګروسمن دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دروغې جوړې او ښومناسباتودرامنځ ته کولوپه ځای ددواړوهېوادونوترمنځ د اورلمبوته نوره لمن هم ووهله ژوندۍ بېلګه یې دډېورنډ د تحمیلي اوناروا کرښې په اړوند د دې ښاغلي او کوږ خولي وروستۍغیرمسؤلانه څرګندونې تاسوته یادولی شم رښتیا هم چې کږې خولې په سوک سمیږي خوارمان ارمان چې زموږ تړلي لاس او ددوی دا درنې درنې څپړې.
یوځل بیاراګرځم اصلي موضوع ته چې په کابل کې څوورځې مخکې له یوه خصوصي تلویزیون سره ګروسمن د ډېورنډ تحملي کرښه دنړیوالې پېژندل شوې پولې په ډول یاده کړې وه.
لمړی موږ فکر وکړ چې کورنيو او بهرنيو غلیمانوبه یې خوله ورخوږه کړې وي کېدای شي همداسې وي خوچې یوه ورځ وروسته مو په کندهار کې د امریکا دسفیراوبیا دامریکا دبهرنیو چارو وزارت د ویاند غیر مسؤلانه څرګندونې واورېدې نودې نتېجې ته ورسېدو چې امریکا په رښتیازموږ تباهي ته ایښې او هیڅ ډول خواخوږي له موږ سره نه لري لکه څوځلې مې چې لاپخواهم دآزادي رادیوله لارې وېلي و چې امریکابه سل ځلې افغانستان هېرکړي خویوځل به هم پاکستان یوازې پرې نه ږدي اوس خوموپخپله ولیدل چې امریکادچا په طرف ولاړه ده خو یاد دې لري چې لویه تېروتنه کوي.
دپورتنیولوړپوړو امریکايي مقاماتو غیرمسؤلانه، نه بخښونکواودښمنانه څرګندونواودملي قهرمان ؟؟ حامد کرزي غفلت اوبې تفاوتي د روسې سفارت دمسؤلینوهغه دڅه مودې مخکې څرګندونې رایادې کړې، چې وېلي یې و«یوکال دمخه د ډېورنډکرښې دمنلواسنادپه ارګ کې ترتیب شوي چې له پاکستان سره دستراتیژیک تړون دلاسلیکولو سره سم به ټولې نړۍ ته څرګند شي».
رښتیاهم چې په واشنګټن کې د انکرېزانو، پنجابیانواوپه کابل تپلوګوډاګیانوترمنځ خبرې بې څه نه وې.
اصلأ ټول فسادپه کرزي کې دی که نه نوبیاولې خاموش دی هم ځان ولسمشربولي هم دولس تباهي ته ناست دی.
دکرزي له خاموشي ښکاري چې ترکاسه لاندې خامخانیم کاسه شته که په دې نیم کاسه کې دکرزي لپاره دخوړلو څه نه وي په څټلویې هم قناعت کوي ماناپه قدرت کې دپاته کېدولپاره دلرڅه آن لادبر پښتانه هم ګړنګونوته ور غورځوي لکه په دایوولسوکلونوکې یې چې دپښتون خونه ورانه کړه.
حامدکرزی ځان ته خوښ دی چې ولسمشر یم نوآیاولسمشرداسې وي؟
هغه نورې ناخوالې به اوس نه لیکم یوازې دڅوتېروورځوپه جریان کې چې ناټوپه زابل،لوګر اوبیا هلمندکومې بمورۍ وکړې آیا داپه افغان ولس بمورۍ نه وې او که دې ولس ولسمشر نه درلود؟
ددې تش په نامه ولسمشرهغه ستراتیژیک تړون څه شو؟
هغه دخپل سر عملیاتوخبرې یې څه شوې؟
څه شول هغه دمصنوعي مشورتي لویې جرګې شاوخوا اویا۷۰ شرطونه چې امریکایانوته یې ایښي وو؟
څه شول هغه ټیټ سترګي ډنډورچیان چې دستراتیژیک تړون دلاسلیک کولولپاره یې یونیم کال تبلغات وکړل؟
هغه ځنځیرونه څه شول چې کرزي وېیل «خوب دست وپای شان رابسته کردیم».
لکه څنګه چې افغان ولس ته دډېورنډناولې کرښه مشروعیت نه لري همداسې افغان ولس اوراتلونکي نسلونه د کابل دګوډاکي حکومت تړونونه له بهرنیوپه تېره بیاله اشغالګروسره مشروع نه شي ګڼلای.
پوره یوولس کاله موږکرزي وغولولودومره یې خوار اوزارکړو، چې نه موجنازې په ارامه خښولای شواونه مو د خوښیومحافل نیولای شو له هر څه بد خو یې لا دا چې په پښتون مېشتوسیموکې خالي ترانسپورټ په ماین نه الوزول کیږي خوکله یې چې سپارلي پوره اویاد واده دمراسمولپاره بابر شوی وي بیانودطالب په نوم دمظلومو پښتنوخونې ورانې کړي عجیبه داده چې په پښتون مېشتوولایتونوکې زموږ دنورولږکیوقومونو اوسیدونکي هم شته خودهغودسپارلۍ موټرو ته څوک ماینونه نه ږدي دهېواد په شمال کې برعکس پښتانه لږه کي دي هلته هم یوازې دپښتنو ښادۍ په غم لړلې کیږي نو آیا داتصادفي او دپوښتنې وړنه ده؟
له بلې خواخلګ پښتنو ته دطالب په سترګه ګوري اوطالبان پښتانه ګڼي نو آیا داممکینه ده، چې داپښتانه خپل پښتانه په ماینونو والوزوي؟
زمادپورتنیوپوښتنوځوابونه له حامدکرزي سره شته خوهغه هرڅه دخپلې ورکړ شوې وظیفې له مخې پټ ساتي خیر دی ودې ساتي موږ ټول پرې پوهیږوخوښاغلی کرزی دې په دې یوځل خپل سرښه خلاص کړي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به پخپل طبعي مرګ هم مري او هیڅ څوک به یې دمرګ له کومې راونه ګرځوي البته مروخو موږ ټول دایوه طبیعي پروسه ده خوداسې مرګ دې خدای نه راکوي چې راتلونکي نسلونه مودملي خاینانو په لست کې ونیسي.
بیا هم یادوم چې پوره یوولس کاله دکرزي له لاسه نه یوازې په بره پښتونخوالمبې بلیږي بلکې اوس دادی زموږ درحمان بابا اوسترخوشال خان په مېنه په هغه ځای چې حامد کرزی یې دخپل جهاد؟؟ دپیل سیمه بولي هم لمبې راتاوشوې.
ددې لمبوترڅنګ دسترابدالي اومیرویس خان دتاریخ سوځولولړۍ پیل اواوس یې ګوروچې زموږ پاکه خاوره
په پردیو پورې تړله کیږي خوملي قهرمان؟؟ښاغلی کرزی لا خوښ دی چې په ارګ کې پاچا یم.
که پنجابیان دډېورنډله ناولې کرښې اخواسیمې خپله خاوره بولي نوبیاولې امریکايي بې پیلوټه الوتکې نه را نسکوروي په داسې حال کې چې هر ډول دفاعي وسلې او آن اتوم بم هم لري؟
له بل پلوه حامدکرزی وايي چې د ترهګرو ځالې له کرښې اخوادي یوازې اشاره ورکوی چې په امریکایانوقبایل وځپي اوهغه سیمې ونړوي چې ښاغلی کرزی یې دخپل جهاد؟؟ الهام بخشې سیمې بولي دیادولوده چې کرزي د راسنونوترڅنګ دمخوروپښتنونمک هم هلته خوړلی دی.
دلته ستاسو پام یوې جالبې مسئلې ته راړوم هغه داچې څلوراونۍ مخکې په یوه رسنۍ کې پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې دستراتیژیک تړون غوښتنه حامدکرزي له موږه کړې موږ کومه اړتیانه لروخوکرزی وايي چې موږ به هله له پاکستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیکوو چې زموږ شرطونه ومني.
زه وایم چې ستراتیژیک تړون دې ستا سر وخوري په دا نورو ستراتیژیکو تړونونو دې کوم ناموس راخوندي کړ چې اوس به یې په پنجابیانو راشل کړې .
بخښنه غواړم چې لیکنه هم اوږده اوهم ترخه شوه خو چاره نه وه اوس به دډېورنډدکرښې په اړوند یوازې دومره ولیکم لکه څنګه مې چې تېره میاشت اوبیا دوه اونۍمخکې دآزادي رادیوله لارې وویل هغه داچې اوس مهال چې هر څوک دډېورنډ دکرښې خبرې رابرسېره کوي ملي خیانت یې بولم ځکه چې موږ د پردیواو پرديپالوله لاسه خورابې وسه شوي یو دمګړۍ مو څه په وس نه دي.
که بیا ددې کرښې یوطرفه کېدل څوک غواړي نود حل حق یې یوازې د هغه قام دی کوم چې دا۱۱۹کاله د فرنګي ډېورنډ له لاسه کړېدلی مانا دکرښې په دواړ وغاړو مېشت پښتانه داحق لري اوبس.
په دې حل کې لکه څنګه چې سیندی او پنجابی حق نه لري همداسې تاجک، هزاره اونورغیر پښتون قومونه هم حق نه لري چې د ډېورنډ دکرښې په اړوندمداخله وکړي یاد ریفرنډم په پلمه خپل اغراض په مخ بوځي.
دادپښتون قام خپله کورنۍمسئله ده په بل هیڅچاپورې اړه نه لري لکه څنګه چې پاس ذکر شول دکرښې دواړو
خواووته مېشت خلګ په یوه ژبه غږیږي،ګډ فرهنګ لري ، یوه یې وینه ده، پخپلومنځوکې خېښي سره لري اود زرګونوکلونوګډتاریخ، ګډمناسبات اوګډ دستارخوان لري .
یادونـــــــــــــه :
داسې مالومیږي چې سپینه ماڼۍ دکرزي پاڼې وراړوي نورنو کرزی پخپلوظاهري خیزونو دولس په سترګو کې خاورې نه شي وراچولای اونه خوبه دسپینې ماڼۍ واکمنان دخپلومرموزوپلانونوپه پټولوبریالي شي له همدې کبله زه دیوواړه لیکوال په صفت دسپینې ماڼۍ اوسنیواو راتلونکو واکمنانوته دومره وایم، چې زموږ دهېواد په تېره بیادپښتون قام په اړوندتاسوته غلط انځورونه درکړل شوي دي ستاسوکمی په دې کې دی چې په داسې کسانوموحساب کړی چې په دایوولسوکلونوکې یې دګټو په ځای زیانونه درورسول منم زما خبرې به ترخې وي خوسنجش یې تاسې وکړئ ما پخپلولیکنوکې د حقایقورښتیني انځورونه کښلي نور ه موخوښه خپله خو دامې ومنئ چې که خپل بری غواړئ پښتنوته لاس ورکړئ یایې له ځپلوڅخه تېرشئ اوکه نه نو داکیبر به موترګړنګونو ورتېرکړي ځکه چې بلاخره به پښتانه دخپل نجات لپاره د اړینوګامونواخیستلوته اړشي .
د امين بسمل ږغ له دې ځايه واورئ :
http://paktika1.com/radio/wp-content/uploads/2012/11/25.10.2012-Azadi-__-Radio.wma