کور / تازه خبرونه / ایراني ځواکونو د راکټي بریدونو په باب بخښنه وغوښته

ایراني ځواکونو د راکټي بریدونو په باب بخښنه وغوښته

د نیمروز والي نن رسنیو ته وویل، چې ایراني سرحدي ځواکونوددې ولایت له سرحدي ځواکونوڅخه دراکټي بریدونو په اړه یواځې شفاهي بخښنه غوښتې ده، خودایران دولت تر اوسه پوري رسمي بخښنه نه ده غوښتي.دنیمروز والې ښاغلی ٍثبات وایی چې شفاهي بخښنه دوی ته دمنلو وړ نده اوددې ولایت امنیتي اوملکي ارګانونه ددې بریدونوپه اړه پلټنې پیل کړې دي.
ديادونې وړ ده، چې تر دې مخکې دپاکستانيوځواکونوله خوادهېوادپرختيځوسرحدي سيمواوپه ځانګړې توګه دننګرهاراوکونړ ولایتونو باندی راکټی بریدونه په خرپ سره روان دی. دکونړپردانګام ولسوالۍ دا ډول بريدونه ډیرکیږی. درسنیودخبر له مخي په تیرو۷ میاشتوکي دپاکستان لخواه دافغانستان پرخاوره باندی اته ۸ زره راکټی بریدونه ترسره شویدی ،چي له امله یې ۱۵ بی ګناه وګړی مړه اوپه سلګونور ملکی کسان ټپیان سویدی. دپاکستان دراکټي بریدونو له امله دافغانستان پارلمان د وکیلانولخواه دکورنیواوملی دفاع وزیران ولسي جرګی ته د معلوماتو لپاره وروغوښتل شول چي ،په پای کې دوزیرانو ځوابونه دوکیلانودقناعت وړ ونه ګرځیده او بیا وروسته د وکیلانولخواه په زیات اکثریت دواړه وزیران له کاره څخه ګوښه شول، ولی دراکټونو په کمولوکي دکمي کوم تو پیر را نغلې .دایران دولت سرحدی ځواکونوهم په سپینه ورځ د افغانستان خاوره دراکټی بریدونوتر شلیک لاندی را ووسته اودپاکستانې بریدونوسره جوخت دوی هم د مرمیواوګولیو توغولوننداره جوړه کړه .
د ځايي چارواکيودمعلوماتو له مخې دپاکستان راکټی بریدونه څه کم یونیم کال را هیسي دکونړ او ننګرهار ولایتونوباندی توغول کیږی. په افغانستان کي دناټو،امریکااوایساف میشتو ځواکونه او دملګروملتونو دامنیت شورا تر اوسه پوری په دی اړه رغنده اوکلک دریځ نه دی نیولې اواوچت ګامونه یی نه دی اخيستي .ددی راکټی بریدونو له کبله په سلګونو ملکي افغاني وګړوته زیاته مرګ ژوبله اوښتي ده .