کور / تازه خبرونه / ملګرو ملتونو د نومبر ۱۰ مه د ملالې ورځ ونوموله

ملګرو ملتونو د نومبر ۱۰ مه د ملالې ورځ ونوموله

لندن بي بي سي په خپل راپور کې وايي :د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې له ۸۸ زره ډېرو کسانو په هغه انلاین غوښتنیلک لاسلیکونه کړي، چې په کې د سوات په دره کې د طالبانو په برید کې د ټپي شوې ملالې یوسفزۍ د سولې د نوبل جایزې لپاره د کاندید کولو غوښتنه شوې.بل لور ته ملګرو ملتونو د نومبر د میاشتې ۱۰ نېټه د نړۍ په کچه د ملالې په نوم کړې ده.د زده کړو لپاره د دغه سازمان استازي ګورډن براون ویلي، چې نړیواله ټولنه چمتو ده، چې په پاکستان کې له ماشومانو سره د زده کړو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.پر ۱۵ کلنه ملاله یوسفزۍ د سوات په مېنګوره کې وسله والو طالبانو له دې امله برید وکړ، چې د دوی په خبره هغې د دوی په ضد څرګندونې کولې.ملاله یوسفزۍ په نړیواله توګه په پاکستان کې د نجونو د زده کړو لپاره د یوې فعالې په توګه پېژندل کیږي.په انلاین غوښتنلیک کې د برتانیې له حکومته هم غوښتنه شوې، چې باید دغه کمپاین پلوي وکړي، ځکه د دوی په وینا ملاله د هغه چا استازیتوب کوي، چې له زده کړو محروم ساتل کیږي.د چینج ټکی اورګ نومي ویبپاڼي اړوند یوې فعالې شاهده چودري اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې ملالې ته د نوبل جایزه ورکول به نړۍ ته یو څرګند پیغام ورسوي او د ښځو د زده کړو لپاره به د غږ پورته کوونکو د ملاتړ سبب به شي.بل لور ته د نومبر ۱۰ نېټه د ملالې نوم ته منسوبه شوې ده.د دې ورځې د لمانځلو هدف په نړۍ کې د هغو ۳۲۰ ملیونه نجونو لپاره د ښوونځیو اسانتیا برابرول دي، چې د تعلیم له تر لاسه کولو محرومې دي.ملالې ته د نوبل جایزه ورکول به نړۍ ته یو څرګند پیغام ورسوي. شاهده چودري د ملګرو ملتو د ادارې مسوولین وايي، چې په ټوله نړۍ کې د هغو نجونو له جملې څخه چې له زده کړو بې برخې دی، ۵۰ لکه په پاکستان کې دي.په دې لړ کې د ملګرو ملتو د ادارې له خوا د تعلیم لپاره استازي ګورډن براون په پاکستان کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره وکتل. نوموړي د پاکستان حکومت ته هغه غوښتنلیک وړاندې کړ، چې پرې له ملالي سره د همغږو ۱۰ لکو نه د ډېرو کسانو لاسلیکونه موجود دي.بل لور ته په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان (ایچ ار سي پي) مسوولینو د ملګرو ملتونو له خوا د نومبر ۱۰ نیټه د ملالې د ورځې په نوم د لمانځلو هر کلی کړی.”که نن د ملالې او د هغې په څېر د بشري حقونو د نورو فعالانو غږ وانه اورېدل شي، نو راتلونکي نسلونه به له بنسټیزو حقونو محروم پاتې شي.”ضیاالدین یوسفزی د یاد سازمان فعالانو له پاکستانیانو غوښتي، چې د نړیوالي ټولنې له خوا له ملالې سره د همغږۍ وروسته باید هوډ وکړي، چې د خپلو ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو لپاره به هلې ځلې وکړي.له دې یوه ورځ مخکې د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي په یوه ویډیویي پیغام کې له هغو خلکو مننه وکړه، چې د ملالې ملاتړ یې وکړ او پر هغې شوی برید یې وغانده.د برتانیا له کوین ایلزیبت روغتون څخه په دغه خپاره شوي ویډیویي پیغام کې ضیاوالدین یو سفزي ویلي، چې که نن د ملالې او د هغې په څېر د بشري حقونو د نورو فعالانو غږ وانه اورېدل شي، نو راتلونکي نسلونه به له بنسټیزو حقونو محروم پاتې شي. د نوموړي په خبره موږ باید دا حقیقت ومنو، چې تعلیم یو حق دی.