کور / تازه خبرونه / د افغانانو د يووالي کمېسيون اعلاميه خپره شوه

د افغانانو د يووالي کمېسيون اعلاميه خپره شوه

بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانانو د يووالي کمېسيون مطبوعاتي اعلاميه
لکه څرنګه چې ګران هېوادوال او نړيوال د رسنيو له لارې خبر شوي دي، په دې وروستيو کې د امريکا د متحده ايالتو حکومت د “ډېورنډ” په نوم زړه، خيالي، فرضي او د زاړه انګرېز استعماري ميراث يوازې په نوم کرښه له ساړه جنګ څخه وروسته يو ځل بيا په رسميت وپېژنده. دا کار په داسې وخت کې وشو، چې زموږ په هېواد کې جګړه او غميزه څلورمې لسيزې ته ننوزي.دا چې په دې حساس وخت کې ددې زړې او رټل شوې لوبې له بيا تازه کولو څخه د امريکا موخه په افغانستان او نړۍ کې د غبرګونونو راپارول، جاج اخيستل او يا له افغانانو څخه د وطن دوستۍ بيا – بيا ازموينه اخيستل دي که بل څه؟ وروسته – وروسته به ښه څرګنده او جوته شي.د امريکا وروستى اعلان، د افغان دولت په کمزورو سياسي اعلاميو، خو د لرو افغانانو، ملتپالو ګوندونو او په رسنيو کې د ټولو افغانانو په کلکو غندنو او محکوميت بدرګه شو.اصلي پوښتنه داده، چې د افغانستان د تاريخ په دې ډېرو حساسو شېبو کې چې له يوې خوا د امريکا په مشرۍ د ناټو او ايساف يو نيم سل زره سمبال پوځ په افغانستان کې د يولسو کلونو پرلپسې جګړو څخه وروسته، له افغان وسلوالو مخالفينو سره د روغې – جوړې شعارونه ورکوي او له بلې خوا په ٢٠١٤ کال کې زموږ له هېواد څخه د بهرنيو پوځونو د ايستلو ډنډورې غږېږي، د امريکا د حکومت د داسې ډراماتيک ګام اخيستل هم افغانان، سيمه او نړيواله ټولنه له سختې حيرانتيا سره مخامخ کړي دي.د ډېر حيرانتيا ځاى خو دادى، چې په ٢٠٠١ زېږديز کال د ډسمبر په ٥ مه په بُن کې د ملګرو ملتونو په وجود کې امريکا او نړيوالې ټولنې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او خاورې تماميت له تضمين څخه وروسته، افغانانو ته د ديموکراسۍ، امنيت، بشري حقونو، بيا رغونې، پرمختګ، انتقالي عدالت، د ملي دولت جوړول، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په نوم کلکې، ليکلې او نړيوالې ژمنې ورکړې وې.اوس دادى، له ١١ کلونو وينې تويولو او ورانۍ څخه وروسته، نه يوازې کړې ژمنې سرته ونه رسېدې، بلکې د افغانستان د خاورې تماميت پرضد او د پاکستان د ناروا غوښتنو او د زاړه استعماري انګرېز د بهرنيو چارو د وخت وزير (مارتيمور ډېورنډ) د اروا د خوشالولو او کېداى شي د نورو پټو او ښکاره ملحوظاتو په خاطر امريکا يوازې هغه تش په نامه کرښه په رسميت وپېژنده، چې د ټولو ملي او نړيوالو منل شويو اصولو پر خلاف يې يو باتور او تاريخي – قهرمان ملت په دوو برخو وېشلى دى.ددې مهمې او داسې نورو حساسو تاريخي مسايلو په اړه د کابل ښار دولتي او غير دولتي پوهنتونونو، د محصلينو او استادانو ګډې “افغان محصل او اکاډميک عدالت ټولنې” په نوښت او غوښتنه په ١٣٩١ هـ کال د لړم په ١١ مه (١٢٠١٢، نومبر لومړۍ نېټه) په کابل ښار کې يوه لويه او شانداره غونډه جوړه شوه.په دې غونډه کې د افغانستان د څلورو ختيځو ولايتونو سراسري شورا، د لويې پکتيا کابلمېشتو قومونو شوراګانې، د هېواد په مرکزي سيمو کې د پرتو قومونو: امرخېلو، سلېمانخېلو، غلجيو، د هېواد د سوېل لويديځو قومونو، مدنې ټولنو د استازو ترڅنګ، حزب اسلامي افغانستان، افغان ملت ګوند، حق او عدالت ګوند، د افغانستان دملي يووالي ګوند، د افغانستان د سولې غورځنګ ګوند، د ودان افغانستان ګوند، د ويښو ځوانانو غورځنګ، نورو ملي – اسلامي کړيو، ملي شخصيتونو او د پوهنتون استادانو او محصلينو په ګډون ډېر شمېر هېوادوالو هم برخه اخيستې وه.د غونډې برخوالو له ازاد بحث څخه وروسته په يوه خوله او د رايو په يووالي د امريکا له خوا د ډېورنډ په نوم کرښې په رسميت منل په کلکه او سختو ټکو وغندل او دا کار يې د يو ازاد او خپلواک هېواد پر تاريخي حق ښکاره او څرګند تېرى وباله. د غونډې ګډونوالو زياته کړه، چې د امريکا په مشرۍ ټولې لويديځې نړۍ او ناټو د افغانانو هغه ستر احسان هېر کړ، چې افغان مسلمان مجاهد ملت د خپلې خپلواکۍ، ملي واکمني او ځکمنۍ بشپړتيا لپاره د يو نيم مليون ککريو د قربانۍ په پايله کې د دوى نړيوال سيال او نړيوال زبرځواک ته تاريخي ماته ورکړه؛ د کمونيزم نظريه له منځه ولاړه؛ ورسا نظامي تړون ړنګ شو؛ د برلين دېوال ونړېد؛ له تورو او سپين څخه پرته امريکا د نړۍ د واحد زبرځواک په توګه ميدان ته راووته.ناټو له ټول نظامي- سياسي ځواک سره سره ورسا ته ماته نه شواى ورکولى، خو دا افغانان وو چې د نړۍ جغرافيه يې بدله کړه.اوس امريکا د افغانانو دومره سترې- تاريخي – نظامي- سياسي قربانۍ هېروي او د ډېورنډ خيالي کرښې په رسميت پېژندلو سره زموږ د ګران هېواد له تاريخ، ملت او موجوديت سره جفا کوي.د همدغې سريزې په وړاندې کولو سره لاندې ټکي د افغان ولس په استازيتوب نړۍ ته اعلانوي:
١- افغانان، د امريکا وروستى اعلان د ټولو ملي او نړيوالو منل شويو اصولو او نورمونو خلاف ګڼي؛ په خپلو کورنيو چارو کې يې په ښکاره مداخله بولي او په کلکه يې غندي او محکوموي يې!
د ډېورنډ مسله د لر او بر ستر تاريخي واحد ملت مسلم حق دى، چې په مناسب فرصت کې به د هغې په باب تصميم ونيسي. د افغانستان او پاکستان حکومتونو په شمول، د امريکا حکومت د افغان ولس په عوض د تصميم نيولو حق نه لري!
٢- امريکا دې د هغو تړونونو او تاريخي دوستۍ په پام کې نيولو سره، چې له افغانستان سره يې لري، خپلو مسوليتونو او مکلفيتونو ته وفادار پاتې شي؛ جګړه او غميزه دې په بېلابېلو پلمو او بهانو نه اوږدوي! که چېرې بيا هم جګړې ته نوى بُعد ورکوي، د وروستيو ناوړه پايلو مسوليت به د امريکا پرغاړه وي!
٣- که چېرې بيا هم امريکا د ډېورنډ کرښې رسميت منلو ته دوام ورکوي، د افغانستان خپلواکي، ملي واکمني او خاورې بشپړتيا په اړه لاسليک کړي تړونونه او ژمنې په پام کې نه نيسي، افغانان به مجبور وي مخکيني تړونونه هم لغوه او د نورو نويو تړونونو له لاسليک څخه ډډه وکړي!
٤- په دې وروستيو وختو کې د امريکا ځينو سناتورانو هم زموږ په هېواد کې دننه د څو کسانو يا کړيو سره ګوتې پټې کړې او غواړي د فدراليزم تر عنوان لاندې د افغانستان تجزيې ته لمن ووهي، موږ امريکا ته خبردارى ورکوو، چې دا کار د دواړو هېوادونو ملي ګټو ته زيان رسولى شي!
٥- امريکا د خپل تاريخ په اوږدو کې د افغانستان په اړه مخکې هم ډېرې تېروتنې کړې دي، چې دا دى نن يې په لوړ نظامي، سياسي، اقتصادي او معنوي قيمت د هغوى تاوان پرې کوي. د امريکايي پاليسي جوړونکو اوسنى تصميم د افغانستان د حساس جيوپوليټيک موقعيت په پام کې نيولو سره د يو نړيوال زبرځواک په توګه د امريکا نړيوال دريځ، په سيمه کې د امريکا ګټو او پرستېژ ته دومره زيان رسولى شي، بيا به يې په پېړيو – پېړيو هم جبران نه کړاى شي!
٦ موږ له دې تش په نامه کرښې څخه دې خوا او هاخوا په ټول افغان ملت غږ کوو چې: اې افغان ملته ! ستا تاريخي موجوديت له نويو ننګونو او ګواښونو سره مخ دى! ستا د غلامۍ لپاره پټ، مرموز او ښکاره دسيسې، توطيې، پلانونه او نقشې له پخوا جوړې شوي او دا دى ګام په ګام يې په بېلابېلو پلمو او بهانو د عمل ډګر ته راباسي؛ جګړه او ناورين نور هم اوږدوي!
نو!
هوښيار او بيدار اوسه!
پروني قومي او سياسي اختلافات يوې خوا ته پرې ږده، يوه خوله او يو موټى شه!