نړیوالې خبری سرچینې وایی چي ډیويدپيتریاس دامریکا دڅارګری مرکزی اداری مشر په داسې حال کي له خپلې دندي څخه ګوښه شویدی چي دامریکاولسمشر او باما ددوهم ځل لپاره دولسمشری چوکي تر لاسه کړه. ﺟﻨﺮال پیټرﯾﺎس د ﭘﺨﻮاﻧﯽ اﻣﺮﯾﮑﺎﯾﯽ ﺟﻨﺮال ﻣﮏ ﮐﺮﯾﺴﺘﻞ ځای ناستي شو،او وروسته ډېوېډ پيترياس په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشرو. ښاغلى پيترياس تېرکال دسي اى اې مرکزی اداري مشر وټاکل شو.داسي مالومیږي چي پیتریاس داوباماسره په ځینوچاروکي همغاړی اوهم نظر نه وو ،نو ځکه یی خپله داستعفا پاڼه ولسمشرته اوباما ته وړاندی کړه او ولسمشر هم دستي ومنله. دامريکا دمرکزي څارگرې ادارې دسرپرست مشر په توگه د ښاغلي پيترياس مرستيال مايکل موريل په کارګمارل سویدی.
جنرال پیتريس د امریکا یو پېژندل شوی پوځي شخص دی. هغه له دوه زره نهم کال راهیسې په منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او د افریقا په ختیځ کې امریکایي ځواکونودعمومي قومندان دندي تر سره کړیدی.
جنرال پېتریس په ۱۹۵۲ کال کې زیږېدلی، او د ویست پاینت په نوم پوځي پوهنتون کې یې زده کړې کړيدی.هغه ډېر کلونه په امریکا، اروپا او منځني ختیځ کې د توپچي افسر په توګه دنده ترسره کړېده.
په نولس سوه یو نویم کال کې یوسرتېری په تصادفي ډول پر مخ ولوید، چې د ټوپک ګولۍ یې جنرال پیتریوس سخت ټپي کړاو تراوسه دهغه ټپ څخه زوریږي.
په دوه زره دریم کال کې کله چې امریکا پر عراق باندی برید کاوه، جنرال پېتریوس د ۱۰۱ مې هوايي فرقې قومندان و، چې پر بغداد یې د برید دنده درلوده.او وروسته د جنرال پیتریس په مشرۍ دا فرقه د عراق موصول ښار ته ولیږل شوه.
په موصول کې د جنرال پیتریس د جوړې شوې تګلارې له مخې امریکايي پوځیانو ته امر وشو چې د تاوتریخوالي له تکتیک څخه لږ کار واخلي، اودخلکو دزړونولاسته راوړلواوملکي وګړو په ساتنه کې له صداقته کارواخلي.
ډیری کسان په عراق کې دتاوتریخوالي د نسبي کچې راټیټېدل په جنرال پېترایس اودهغه په سیاست پورې تړلي بولي. ولي پیتر یاس په افغانستان کي ځانګړۍ لاسته راوړني نه درلودي اودده په وخت کي دافغانانواومخالفونو تر منځ روانې جګړی نورهم زور واخیست چي دسلګونو وګړودمرګ اوژوبلې سبب شو.