یو وخت یوه خزدکه او غوماښه سره شریکان وه خو دواړه ډېر غریبان وه. یوه ورځ خزدکي غوماشي ته وویل:
– راځه چي ولاړ سو ځنګله ته، کوپړه به راټوله کړو. د هغې څخه به د کوپړې غوړي جوړ کړو او هغه به خرڅ کړو.
هغوی ولاړل ځنګله ته. غوماشي خزدکي ته وویل:
– ته وخېژه، کوپړه راغورځوه، زه به ئې لاندي ټولوم.
خو خزدکي وویل:
– یا، ته وخېژه او کوپړې راوغورځوه.
غوماشه وني ته وخته، لاندي ئې کوپړې راواچولې، بیا لاندي راتا سوه. خزدکي ورته وویل:
– اوس نو کوپړه راټوله کړه چي زه ئې کور ته یوسم.
غوماشي چي هغه راټولي کړې نو خزدکي وویل:
– ته ئې کور ته یوسه، زه به د کوپړې غوړي ځني جوړ کړم.
خو کله چي هغوی کور ته ورسېدل نو خزدکي وویل:
– ته د کوپړې څخه غوړي وباسه، زه به ئې بازار ته یوسم خرڅ به ئې کړم.
غوماشي ومنله خو کله چي ئې کار خلاص سو نو دونده ستړې وه، چي دستي خوب یووړه. هغې فکر کاوه چي خزدکه به بیا ټمبلي وکړي او غوړي به بازار ته یو نه سي، خو غوماشه غلطه وه ځکه دا وار خزدکه راولاړه سوه، د کوپړې غوړي ئې بازار ته یووړل، خرڅ ئې کړل او ډېري پیسې ئې وګټلې. کله چي خزدکه کور ته تلله، پر لار ئې غوماشه ولیده. هغه راویښه سوې وه او هغې غوښتل چي معلومه کړي چي خزدکي څونده پیسې ګټلي دي. هغې ورنارې کړه:
– سلام خزدکي، تا څونده پیسې وګټلې؟
خزدکي جواب ورنه کړ او بلي خوا ته ولاړه. غوماشي له ځان سره وویل: خزدکه چیري ځي؟ ایا هغه خو به هغه ټوله پیسې ځان ته نه اخلې چي ما سخت کار ورته کړی دئ؟ خزدکه په ځغستا سوه او د یو هلک په غوږ کي پټه سوه. غوماشه په هغې پسې سوه او کوښښ ئې وکړ چي د بیده هلک په غوږ ورننوزي او خزدکه ونیسي. خو هغې ډېر شور د هلک په غوږ کي جوړ کړ، دونده ډیري نارې ئې ووهلې چي هلک راویښ سو او کوښښ ئې وکړ چي غوماشه ووهي او مړه ئې کړي. په دې حالت کي غوماشه مجبوره وه چي وتښتي. له همدې امله غوماشه تراوسه پوري د خلګو غوږونو ته نژدې کیږې ترڅو هغه خزدکه پیدا کړي او خزدکي د خلګو په غوږونو کي پټېږي.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي کوښښ وکړه چي پوه سې چي ستا ملګري څنګه خلګ دي.
(د سلوېنیا د هیواد څخه)