یوه ورځ یوه مشخرما په ځنګله کي روانه وه چي یو کور ئې ولیدی. کور خالي وو او دروازه ئې خلاصه وه. دا چي د مشخرما هغه کور ډېر خوښ سو نو ورننوته. کور په اصل کي د یوه سوی وو. هغه دباندي وتلی وو او دا ئې هېر سوي وه چي دروازه بنده کړي. کله چي هغه راغلی نو وئې لیدل چي یوه مشخورما د هغه په کور کي ناسته ده. هغه وویل:
– وبخښه، چي زه تاسو ته زحمت درنه کړم ځکه چي تاسو زما په کور کي ناسته یاست.
مشخرما وویل:
– دا ولي ستا کور دئ؟ دا خو ما پیدا کړ، چي زه راغلم نو هیڅوک پکښي نه وه!
سوی وویل:
– زه یو ځای ولاړم او دا مي هېر سول چي دروازه ئې بنده کړم. اوس ووزه، لطفاً زما کور ما ته راایله کړه.
مشخرما وویل:
– یا، زه په یو خالي کور کي ننوتلی یم، اوس دا زما کور دئ نه ستا!
سوی ته درد ورغلی او وې ویل:
– زما د کور څخه همدا اوس ووزه که نه زه به ټول سویان راټول کړم او تا ته به ئې درایله کړم، بیا به ته خپله ووینې چي څه به پېښ سي.
مشخرما وویل:
-هیڅ به پېښ نه سي! زه له خپل ځای څخه ښور نه خورم!
سوی نارې کړې:
– دا کور د هغه چا دئ چي اول ژوند پکښي کاوه. زما نیکه دلته ژوند کړی دئ، زما پلار دلته ژوند کاوه او اوس زه دلته ژوند کوم.
مشخرما چغي کړې:
– بس! دا مشکل به هیڅکله په دغه ډول حل نه سي! ښه لار دا ده چي یو قاضي پیدا کړو او د هغه څخه پوښتنه وکړو.
سوی وویل:
– دا ښه خبره ده، ته قاضي پېژنې؟
مشخرما لږ فکر وکړ او بیا ئې وویل:
– هو، یو شرمښ سته، هغه ته ډېر خلګ ورځي او خپل مشکل په حل کوي. هغه ډېر لیري ژوند هم نه کوي.
سوی وویل:
– سمه ده، درځه چي وخت بې ځایه تېر نه کړو او همدا اوس ورسو.
هغوی ولاړل د شرمښ کور ته، چي ورورسېدل شرمښ ورته وویل:
– سلام، څه خبره ده چي زما کور ته راغلاست؟
سوی او مشخرما کیسه ورته وکړه چي څه پېښ دي. شمرښ په غور غوږ ورته ونیوی. کله چي د هغوی خبري خلاصي سوې نو هغه وویل:
– پوه سوم، تشویش مه کوی، زه به ډېر ژر ستاسي مشکل درحل کړم.
دا چي د هغه منګلي دواړو ته رسېدلې، نو دواړه ئې تر غاړه ونیول او وئې خوړل، په دې ډول د هغوی مشکل حل سو.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي تر جنګ سوله ښه ده.
(د فرانسې څخه)