یو وخت یو شکوڼ ډېر وږی وو. هغه دونده وږی وو چي نژدې و د لوږي له لاسه مړ سي، خو له دې سره هغه نه غوښتل چي یوازي ښکار وکړي. هغه ولاړی زمري ته او وې ویل:
– زمریه، خلګ وایي چي ته تر ټولو زورور یې مګر زه تر تا زورور یم.
زمري وویل:
– ښه، نو زه او تا به ئې سره معلومه کړو، راځه ته ما دا وښیه چي ته څنګه ښکار کولای سې؟ موږ به هوسیاني ونیسو.
هغوی دواړه ولاړل او په لږ وخت کي ئې ډېري هوسیاني پیدا کړې چي واښه ئې خوړل. زمري پر یوې غټي هوسۍ یرغل وکړ او مړه ئې کړه خو شکوڼ کوچنۍ هوسۍ لا نه سوای نیولای. زمري شکوڼ ته وویل:
– ستا هوسۍ کومه ده؟
شکوڼ وویل:
– مخکي تر دې چي ما نیولي وای هغوی زما څخه وبېرېدې او وتښتېدی.
زمري وویل:
– راسه زما سره زما هوسۍ وخوره.
هغوی چي هوسۍ وخوړه، زمري وویل:
– اس به آسونه ونیسو.
هغوی ولاړل، په لږ وخت کي ئې ډېر آسونه پیدا کړل. زمري بیا پر یو غټ آس یرغل وکړ او مړ ئې کړ خو شکوڼ بیا هم آس ونه نیولای سوای. زمری بیا ورته وویل:
– ستا آس کومه دئ؟
شکوڼ وویل:
– مخکي تر دې چي ما نیولي وای هغوی زما څخه وبېرېدل او وتښتېدل.
زمري وویل:
– راځه زما سره ئې وخوره.
کله چي ئې آس وخوړی زمري وویل:
– اوس به نو غوایي ونیسو.
هغوی ولاړه، په لږ وخت کي ئې ډېر غوایي پیدا کړل. زمري پر یو غټ غویي یرغل وکړ او مړ ئې کړ، خو شکوڼ بیا هم غویی ونه نیولای سوای. زمري ورته وویل:
– ستا غویی کومه دئ؟
شکوڼ وویل:
– مخکي تر دې چي ما نیولي وای هغوی زما څخه وبېرېدل او وتښتېدل.
زمري وویل:
– راځه زما دا راسره وخوره.
کله چي ئې غویی وخوړی نو زمري وویل:
– تر دې مهاله خو یوازي ما خپل زور ښکاره کړ، اوس باید ته خپل زور ښکاره کړې. راسه چي جنګ وکړو خو که تا بایلول زه به تا مړ کړم.
شکوڼ وویل:
– ما یوازي په دې خاطر ویل چي زه زورور یم ځکه چي زه وږی وم. اوس چي زه موړ سوم نو زه دا منم چي ته زورور ئې.
او له دې سره وتښتېدی.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي موږ باید په خپله کار وکړو او خپله ډوډۍ په خپله پیدا کړو نه دا چي په درواغو او یا د بل چا د اوږو بار واوسو.
(د عربي سرچینې څخه)