کور / تازه خبرونه / امريکا:وزيرستان کې عمليات دپاکستان کورنۍ معامله ده

امريکا:وزيرستان کې عمليات دپاکستان کورنۍ معامله ده

اسلام اباد:په پاکستان کې دامريکا نوى سفير رچرډ اولسن څرگنده کړې که چيرې امريکا ته باوري اطلاع ترلاسه شوه نو په افغانستان کې به دسوات دطالبانو دپټ شوي مشر مولانا فضل الله په ضد گامونه اخستل کيږي. دپاکستان ديو شخصي ټيليويژن سره په خبرو کې امريکائي سفير زياته کړې ده ، په شمالي وزيرستان کې دجنگيالو په ضد عمليات کول دپاکستان کورنۍ معامله ده.هغه وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي دي او امريکا دغو قربانو ته دقدر په سترگه گوري.