دافغانستان دبیلابیلوسیموڅخه خبری سرچینې وایی چي نن په جلاجلاپیښوکي تر ۱۸ زیات ملکی وګړي او افغان سرتیری وژل شوی او ډیر نوریی ټپیان سویدي. لمړۍ پیښه نن سهاردهلمندولایت دموسی کلاولسوالې په سوزني کي سیمه کي هغه وخت رامنځته سوه ،چي دولسی وګړویوموټر په یاده سیمه کي پر یوه ښخ شوی ماین تیرسواولس (۱۰)کسان پکښي مړه شول چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي .ویل کیږی چي دغه کسان ټوله دخوښي د مراسمو لپاره روان وو.
بله خوادخوست ولایت دموسی خېلوپه ولسوالۍکې دملي اردویوسرتېری،دهلمندولایت په کجکي ولسوالۍکې یوسرتېری اودغزني ولایت په اندړوولسوالۍکې یودملي اردوسرتېری وژل شویدي.سرچینه زیاتوي،چې همدارنګه دهلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یودملي اردو ځواکونوسرتېری، دبادغېس ولایت په مقر ولسوالۍ کې درې تنه سرتېري او د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍکې دوه تنه سرتېري او دغه راز دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې ددغوځواکونویوسرتېری ټپي شویدی.
خبری سرچینه وایی چي نن په سوېلي کندهارولایت کې هم یوي چاودنې درې پولیس وژلي دي.دخبري سرچیني د معلوماتوله مخې،په دغوعملیاتوکې یوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه شويدی او شپاړس ماینونه کشف او شنډ شوي دي.مخالفووسله والو ډلوتر اوسه پوری په دی هکله څه نه دی ویلي.
.