کور / تازه خبرونه / هلمند : په شپږو تنو انسان تښتونكو باندي داعدام حكم

هلمند : په شپږو تنو انسان تښتونكو باندي داعدام حكم

هلمند په ولايت كي  په مرافعه څرنګوالي كي په شپږو تنو انسان تښتونكو باندي داعدام حكم وشو دغه شپږ تنه انسان تشتونكو دري مياشتي وړاندي يو دليور تښتولي او ددولسو ځورسته يي  دتښتونكو په كوركي ونيول سو.


يادسوي  شپږ تنه كابو دري  څومياشتي وړاندي د هلمند ولايت دناوي ولسوالي دشورشورك په سيمه كي  پوليسو دبرمته سوي كس سره يو ځاي په يو كور كي نيولي وو  .
نوموړي شپږ تنه  هر يو لكه عزيز الله ،سيدرسول ،حيات الله ،حقمل،نعمت الله  او يو بل تن هم دحيات الله په نامه سره  وو دعلني محكمي لخوا افغانستان دداخلي او خارجي دامينت د  دوهم  بند دشپاړسمي مادي ددريڅلويښتمي  مادي  په نظر كي نيولو سره   او دجاري اوضاح    په صورت كي  دغه شپږ تنه داعدام په حكم سره محكوم شول ددغه ولايت دعلني محكمي  رئيس  قاضي  عبدالواحد( افغاني ) وايي چي دغه كسان دريمياشتي كيږي چي دناوي په ولسوالي كي نيول سوي دي  افغاني  زياته كړه چي دغه سزا په دي موخه  ښكاره  اعلان سو چي  دناارامه هلمند ولايت نور خلګ بايد له دارنګه ناوړو كارونو څخه ډډه وكړي .


افغاني زاتوي چي دغه  شپږو  تنو انسان تښتونكو يو ډليور داغامحمد په نوم تښتولي وو چي او بيايي دسيدرسو ل په كور كي ساتلي وواو درميلونه پكستاني روپي يي ځني غوښتلي او پو پوليسو ترډيرو هڅو ورسته دسيدرسول په كوركي نيولي وه  چي له دوي سره يي  هغه تښتول شوي په  شمول  يوشمير الات  هم لكه چاړه ، ساتول ،او كلاشنكوف نيولي وه چي د غه شپږ تنه اوس دعلني محكمي لخوا  داعدام په حكم محكم شول .


خودغو شپوږو تنو  دجملي څخه ځنيو كسانو وويل چي دغه جرم موږ ندي كړي  نوموړو زياته كړه تر دغه ځايه چي موږ ته دادام سزا اورول كيږي  چا نه يو پوښتلي


خو دهلمند عامو خلكو دمحكمي ددي پريكړي څخه زيات خوش ښكاريدل  او ددولت نه يي ددتل لپاره داسي  پريكړو غوښتنه كوله  .
:عبدالواحد افغاني وايي دوي په خپل جرم اعتراف  كړي دي  او دوي زيات كسان تشتوليوه او يو شمير يي دپيسو په بدل كي خوشي كړي او جا چي به دپيسو نه وركوانكاركوي هغه به يي وژل.