پېښور:دپېښوردکابلۍ دتاڼې په حدودو کې دچاودنې له امله ٥ پوليس وژل شوي او گڼ ټپيان دي ، دپوليسو په خبره چاودنه پلټنې دپوليسو موټر ته څيرمه شوې په چاودنه کې دپوليسو دپلټنې د څانگې مشر هلال حيدر وژل شوي په ټپيانو کې د ٦ حالت دانديښنې وړ دي د خېبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې ځانمرګی برید شوی، چې په کې د پولیس د یوه مشر او سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.ځايي چارواکي وايي دغه برید په کېسه خوانۍ سیمه کې د پولیسو کابلۍ تاڼې نومي مرکز ته څېرمه وشو. برید د پېښور د جنايي پولیسو په یوه افسر هلال حېدر خان شوی، چې د خپل دفتر لور ته روان ود خېبر پښتونخوا پولیسو له مرکز څخه يوه پولیس افسر محمد وویل، چې په دې برید کې له پولیس افسر سره سره د هغه ډرېور، دوه لاروي او د هغه یو ساتونکی هم وژل شوي دي.په دې برید کې تر اوسه پورې د ۲۴ کسانو د ټپی کېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.ټپی کسان لاروي او پولیس دي. د ځايي پولیس په خبره د وژل شوي افسر کور د پولیسو مرکز ته څېرمه موقعیت لري. د دوی په خبره د ځانمرګي برید ګر سر موندل شوی او د پېژندلو لپاره یې هڅه کیږي.ددغه بريد پړه دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان په غاړه اخستې او تور يې لگولى ؤ چې وژل شوي اى ايس پي به دپلټنو په مهال طالب جنگيالو ته سزا ورکوله.بل لوري ته دقبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ دصدر بازار دميرعجب چوک سره نزدې يوه چاؤدنه کې يو تن وژل شوى او١٤ نور ټپيان دي ، چاؤدنه کې دليويز يو گاډى هم ويجاړ شوى.