کور / هراړخیز / د فتواګانو تود بازار

د فتواګانو تود بازار

په افغانستان کې څوک چې دینی زده کړې یا پوره معلومات نه لري، د دین او مذهب په هکله دې څه نه لیکي؛ ځکه چې ژر په ګناه تورن کېږي او دا خو ټوله معلومه ده چې په افغانستان کې له بابا آدمه تر دې دمه، د سترو ګناهونو د سزا له پاره سیمه ییزه فتواګانې ډېرې دی او سړی حتی خپل ژوند له لاسه ورکوي.

وایي چې په دین کې د احکامو یا فتواګانو د صادرولو یا د پرېکړو په وخت کې باید دا پړاوونه په پام کې ونیول شي: لومړی د قرآن عظیم الشان غیر منسوخه آیات چې قطعی بڼه لري، دوهم د حضرت پیغبر محمد (ص) جاري ویناوې، عمل او تقریر. د پیغمبر (ص) ویناوې احادیث دی؛ خو تقریرهغه حالت ته وایی چې انحضرت یو کار لیدلی؛ خو منع کړی نه دي. له دې وروسته د صالح سلف تګلاره ده او دا د اسلام په پیل کې د راشدینو خلفاوو او اصحابو کړنو ته ویل کیږي چې په هغه باندې قیاس کیږي. قیاس یو حکم دی چې له (کل) څخه (جز) ته ځي او د قطعی احکامو د نشتوالي په صورت کې ترینه ګټه اخستل کیږي. له دې وروسته د امت اجماع ځای لري. په اجماع کې د امت جید علما برخه اخلي او د مطروحه مسایلو په هکله یو توافق ته رسي او بیا په شپږو اختلافی مسایلو کې د اجتهاد بحث راځي. البته لومړنی څلورګوني مصادر د اسلام په متفقه مصادرو کې راځي چې ډېر لوړ ارځښت لري، اجتهاد چې مستحدثه احکام هم بلل کیږي، د هغه مسایلو په هکله صادریږي چې د اسلام په لومړنیو کلونو او پیړیو کې نه وو؛ خو وروسته د ژوندانه له پرمختګ سره جوخت منځ ته راغلي. اجتهاد معمولاً د هغه متقی، پرهیزګار، معزز او پاخه عالم کار دی چې په ټول ژوند کې یې لمونځ نه وی قضا کړی، حرام یې نه وي خوړلي او داسې نور. زموږ امامان ټول مجتهدین دي. دلته دا خبره د یادولو ده چې ټولې فتواګانې د فرعي مسایلو په هکله او د صلاحیت وړ اشخاصو او مراجعو له خوا صادریږي.

اجتهاد په احنافو کې اوس نشته؛ خو په تشیع کې دود دی.

په اوسني وخت کې چې اسلام زموږ په سیمه کې ډیر سیاسي شوي، په بېلابېلو بڼو د احکامو او فتواوو صادرول هم ډیر شوی او هر ورځ یوه نوی فتوا راوځي.

څه موده مخکې د بامیان په ورث ولسوالی کې یوه آیت الله فتوای ورکړه چې که د سید خور یا لور له غیر سید مسلمان سره واده وکړي، کافر او مرتد بلل کیږي. ښکاره خبره ده چې کافر او مرتد ته د مرګ سزا ورکول کیږي.

دوه کاله مخکې موږ څو کسان له جلال آباد څخه ځکه ژر بیرته راوګرځیدو چې یو زاخیل دوست مو وفات شوی و. جنازه د سید نور محمد شاه مینې ښي لور ته د زاخیلو په نوی کلي کې خاورو ته سپارل کېده. په جنازه کې د باغبالا د جامع جومات خطیب چې څه موده مخکې دولت بندي کړی و او ډیره عقده یې درلوده، په دولت او نړیوالو قواوو ډېر بد وویل. له ده وروسته یو کندزي پښتون ځوان چې سپینې جامې او سپینه پګړۍ یې درلودل جاری جهاد دومره واجب کړ چې حتی په همدې جنازی کې یې د خلکو حضور غیر شرعی وباله او له ارګ څخه یې پنځه – شپږ کیلومتره ها خوا په حاضرینو غږ وکړ چې جهاد فرض عین دی او په دې عملیه کې نه ګډون له کبیره کناهونو څخه شمېرل کیږي.

حضرت صیب مجددی چې ځان له جنرال ضیاالحق څخه وروسته، د افغان جهاد مخکښ بولي، وایي چې زه اولین کس وم چې د خلقیانو او پرچمیانو په مقابل کې مې د جهاد فتوا اعلان کړه او خلک مې وسله والې جګړې ته راوبلل. کېدای شي چې د تنظیمونو ځنی مړه یا ژوندی نور مشران هم ورته دعواوې ولري. د جهاد او مقاومت لارښود او د سولې شهید له خولې هم ورته خبرې اورول شوې وې. د استاد یوه بله فتوا هم زما په یاد ده او هغه د ګلیم جمع ملیشو په ضد د جهاد اعلانول و. د دوستم سرتیرې چې عوامو به ګلیم جمع بلل هغه کسان وو چې د جمعیت او اسلامي دولت په ګټه جنګېدل او له حزب اسلامي سره یې ډغرې وهلي؛ خو کله چې دوستم له دولت څخه بیل شو؛ نو استاد په بیړه یوه فتوی صادر کړه او د دوستم ملیشې یې واجب الدم وبللي!

څو ورځې مخکې د پاکستان د کرکټ پخواني لوبغاري او اوسني سیاسي فعال عمران خان هم داسې یوه فتوا صادره کړه او په افغانستان کې یې له بهرنیو سرتېرو سره روانه جګړه، جهاد وبلله. د افغانستان د علماوو شوری سپین ږیري مشر مولانا کشاف چې له دېرش کلن خوب څخه راویښ شوي ښکاري، ژر غبرګون وښود او عمران خان یې داسې یو سیکولر وباله چې د دین په احکامو نه پوهیږي. مولانا صیب له دې وروسته په فاریاب کې د پاکستان د بد نیت په هکله خبرې وکړې؛ خو لکه چې ډېر ناوخته په خبره پوه شوی وي! په عین حال کې په لاهور کې د پاکستان د سنی اتحاد شوری علماوو او مفتیانو (لکه علامه داوود صادق رضوی، مفتی عمران حنفي، علامه محمد حنیف قریشي او علامه فیض بخش رضوي) غونډه وکړه او داسې فتوی یې صادره کړه چې ځانمرګي بریدونه او ترهګري حرامه ده او ځانمرګي دوزخیان او بد خلک دي. په دې وروستيو وختونو كې په بینوا داټ کام کې د علامه محقق محمد معین الدین ابوالفضل، افغاني کان الله ودامت برکاة په نامه یو جناب پیدا شوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې، د کتابونو او مراجعو په حواله پنځه شپږ سوه فتوا ګانې صادرې کړې او د پوښتونکو ستونزې اوارې کړې دې. د علامه محقق په یوه فتوی کې د وارداتی کنګل چرګانو خرڅول او خوړل حرام بلل شوي دي؛ خو سوداګر يې راوړي او خلك يې خوري!

زه یو وخت د افغانستان په صنعتي پراختیا بانک کې لومړنی مامور مقرر شوم؛ هغه وخت زه سره خوله هلک وم؛ خو د بانک ډېرو مشرانو مامورینو به په اونۍ کې دوه دری ځلې شراب څښل. دوی په دې کار کې ځکه زړور و چې د بانک د حقوقي څانګې مشر ښاغلي ……… چې ږیره یې د افغانستان په قضایي نظام کې سپینه کړې او بیا تقاعد شوی و، دوی ته ویلي و چې الکول په لږ مالګه په سرکه بدلیږي!

د حقوقي څانګې مشر د بانک لوړ پوړو چارواکو ته مشوره ورکړی وه چې که په ګیلاس کې له څښلو څخه مخکې دوه – دری دانې مالګه واچوي، شراب د حراموالي له قطعی حالته راوځي او تاسو لکه چې سرکه څښی لږ ګناه په غاړه اخلی!

همدا د شرابو په موضوع کې پاتیږو. د حامد کرزي د موقتي یا انتقالي حکومت په دوره کې، لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، څوکۍ او منصوبه د زده کړې، پوهې، تجربې او مسلک پر بنسټ نه، بلکه د تنظیمونو او ډلو د مشرانو په خوښه وېشل کېدل. دې تګلارې چې مطبوعات یې مصلحت پالنه بولي او ولسمشر هم انکار ترې نه کوي، هاغه دې افغانستان د سقوط په درشل درولی او د بحران نړیواله ډله دعوی کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته، دولت له سقوط سره مخامخ کیږي او څه او څه …..

په هر صورت په دې لیکنه کې د دولت په دوام یا سقوط خبرې نه کوو، خبره د فتواګانو په هکله ده.

هو، د کرزي صیب په یاده دوره کې د … وزیر داسې یو تنظیمي و چې سر یې په جهاد او اجتهاد کې سپین کړی و؛ خو د اوسنۍ دندې له پاره مسلکی نه و او هسې په سیایي لشکر کې حسابیده! یو وخت دا وزیر صیب داسې یو ځای ته په سفر تلو چې ډېر لیرې و او دی نه د وزارت په کارونو پوهید او نه د هغه هېواد په ژبه! وایی چې د وزارت یو څو پخواني رییسان هم د نوي وزیر د سفر ملګري وو. دا کسان چې د طالبانو په وخت کې له راز – راز ستونزو سره مخامخ وو، دې سفر ته ځکه ډېر خوشاله ښکاریدل چې ښه پریمانه شراب به وڅښي او ینې به خړوبی کړي!

د راوي له خولې کله چې د پلاوي الوتکه له دوبی څخه والوته ، پخوانیو مامورينو ستیوردسی ته وویل چې موږ شپږ کسان ښه خړوب کړه؛ خو هاغه یو چې پګړۍ یې په سر ده او ږیره لری، اخوانی دی، ښه یې په نښه کړه، ګیلاس ورته ایږده، خو د کوکا کولا چې ګیلاسونه مو یو شان ښکاره شي او څه اشتباه و نه کړي.

د خدای کړه دي، د بنده ورته کاته دي، ستیوردسه غلط شوه، د کوکا کولا یو ګیلاس یې پخوانی مامور ته ورکړ او اصل شى دا یې په غلطۍ کې شیخ الاسلام یا حجت الاسلام و المسلمین ته! د ټولو له رنګونو وینه والوته او ګومان یې وکړ چې یوه لویه غلطې پېښه شوه. د پلاوي یو غړی چې له تنظیمي وزیرانو څخه ډېر وېریده، په ماته ژبه ښاغلي وزیر ته وویل لکه چې غلطي شوي؛ خو وزیر په داسې حال کې چې ګیلاس یې ورو – ورو پورته کاوه، پخواني مامور ته وویل چې نه، غلطې نه ده شوې. پخواني مامور ورته وویل چې وزیر صیب لكه چې د (بد) شي ګیلاس تا ته درغلی، وزیر وویل هو زه پوه یمه چې څه څښم. پخواني مامور په تعجب ورته وویل چې وزیر صیب دا شراب دي. تاسو خو په وړو شیانو هم جدي غبرګون ښودلی، نو اوس دا څنګه څښې، راځئ چې دا غلطي اصلاح کړو او خولې پرې وینځو!

چې خبره ډېره اوږده نه شي، وزیر ورته وویل چې لالا سر مه خوږوه. په کتاب کې راغلي چې لاتفسدو في الارض یعنی مه کوﺉ فساد د ځمکې په مخ. اوس خو موږ په هوا کې یاستو او د هغه حکم په دایره کې نه راځو!!

وايی پخواني مامور په نورو ملګرو غږ وکړ چې وزیر صیب ډېر دموکرات او ښه سړی دی، پورته کړﺉ ګیلاسونه او د وزیر صیب د سر په سلامتي یې وڅښی!

د فتوا ګانو په هکله زما لیکنه دلته پای ته رسي. هیله ده چې په چا بده نه وي لګیدلې. زه غواړم چې په ټوله اسلامي نړۍ یا افغانستان کې د افتراق او بی نظمي څخه د خلاصون په موخه د ځینو کارونو د کړنې یا نه کړنې شرعی یا قانوني مراجع معلوم شي چې څوک دا کار کولای شي او څوک نه او که راشو خپل اصلي مطلب ته چې څوک فتوی ورکولای شي او څوک نه؟ او خلک باید دومره بی فکره نه شي چې هره صادره فتوی پرته له دې چې حکمي بڼه یې یقیني شي، په پټو سترګو ومني او د دنیا او اخرت زیان په غاړه واخلي.

اوس ځنی کسان ځوانان ځان وژونکو یرغلونو ته چمتو کوي او دا کار استشهادي عمل بولي. د افغانستان د علماوو ټولنه دا خبر نه مني، ځنې علما په جوماتونو کې د پردیو پوځیانو په خلاف ویناوې کوي او افغانستان اشغال شوی وطن بولي؛ خو ځنې نور بیا داسې فکر نه کوي او د دولت په کاسه شریکان دي، د عرفي په ورځ د مکی معظمی خطیب او لوی مفتي شیخ عبدالعزیز ځانمرګي بریدونه حرام او نا مشروع وبلل. د افغانستان چارواکو دا فتوی وستایله او مشرانو د جرګې 20% حاضرو غړو د افغانستان د علماوو په شوری غږ وکړ چې د ځانمرګو بریدونو په ضد جهاد اعلان کړي. نو د فتوی ځای څانګې باید معلوم شي چې پاک زړه مسلمانان ستونزې و نه ویني او خبره په ځای ولګيږي.