په زابل کي د ښاروالی له خوا د ځوانانود پوهاوي اودهغوی دمشکلاتودوریدو په اړوند غونډه جوړه سوه په یاده غونډه کی ځوانانو ددولت سره دهرراز مرستو او دښاروالی سره دښارپه پاکولوکی دمرستوو وعدی ورکړی هغوی دښاروالی له کارونه څخه ستاینه هم وکړه اوغوښتنه یی وکړه چی ښاروالی باید دښارپه جوړولو کی زیات کارونه وکړی.
په هغه غونډه کې چی دښاروالی دهمکار موسسه رمپپ لخوا جوړه شوی پکی ګڼ شمیر دولتی چارواکو، قومی مشران د بیلا بيلو ټولنو غړوا وګڼ شمیر ځوانان برخه اخیستی وی.
په غونډه کی ځوانانو پردولت او نړیوالو مرستندویو موسسو ږغ وکړ چی ځوانانو ته داډول د عامه پوهاوی اود ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړکړی ترڅو دځوانانو دظرفیت کچه نوره هم لوړه شی.
دوی همداراز وایی چی دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او باید دولت ورته پاملرنه وکړی ترځو ځوانان په ټولنه کی په فعال ډول برخه واخلی او خلک دجنګ پرځای دپوهنی ډګر ته وهڅوی.
هغوی وایی ورځنی کورنی مشکلات، ناامنی او ځوانانو دظرفیت ټیټوالی ددی لامل شوی چی اوس هم کڼ شمیر ځوانان دپوهنی له ډګر څخه بی برخی پاته دی.
په غونډه کی ځوانانو دښاروالی له کارونو ستاینه هم وکړه او دښاروالی پرمختګ یی دښارپرمختګ وبلی
خو بل لوری ته دزابل والی ویاند شریف الله ناصری دغونډی پرمهال وویل چی دوی تل هڅه کړی چی ځوانانو ته دکارزمینه برابره کړی او دهغوی سره یی په هر برخه کی همکاری کړی ده.
ښاغلی ناصری همداراز ددی ولایت پرځوانانو ژغ وکړ چی سره یو شی او دسولی پیغام وټولو خلکو ته ورسوی .
دغه غونډه پداسی حال کی جوړیږی چی تردی وړاندی هم ورته پروګرامونه دښاروالی او دهغوی دنړیوالو همکارکمونیکس رمپپ لخوا جوړشوی وی.