کليو پراختيا وزارت په کندهار کي ګڼ شمېر نوي پرمختيايي پروژې پيلوي
کندهار افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کليو پراختيا وزارت مشاور غلام حيدر حيدري نن په کندهار ولايت کي يوې خبري غونډي ته وويل چي کليو پراختيا وزارت غواړي په کندهار کي نوي پرمختيايي پروژې پيل کړي.
نوموړې غونډه چي د کليو پراختيا وزارت مشاور غلام حيدر حيدري، د ولايتي بيا رغوني ډلي پلاوی او د ډنډ، دامان او ارغنداب ولسوالانو پکي ګډون کړی و.
د کليو پراختيا وزارت مشاور غلام حيدر حيدري غونډي ته د يادو نويو پيلېدونکو پروژو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، ياده پروسه چي د سيکا يا( ثبات) په نوم نومول سوې د يو شمېر نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کي هم ګڼي پرمختيايي پروژې عملي کوي چې له نورو پرمختيايي پروژو څخه بېلوالی يې دا دی چي راساً به د کليو پراختيا وزارت لخوا د نوموړي ولايت د والي، ولسوال او ولسي خلکو په خوښه منظوري عملي کېږي.
نوموړي وويل، دا پروژې به لومړي په امتحاني ډول په ځينو ولسواليو لکه ارغنداو، ډنډ او دامان کي پيل سي، وروسته به د کندهار نورو ولسواليو ته هم وغځول سي.
والي وويل، لومړی بايد په ټولو هغو ولسواليو کي چي يادې پرمختيايي پروژي او يا هم ياد پروګرام پيلېږي لا له وړاندي عامو خلکو ته يې په اړه پوره او دقيق تشريحات ورکړل سي، هغوی پوه سي چي ياد پروګرام په څه هدف او د چا لپاره پيلېږي.
نوموړي ټينګار وکړ چي د ياد پروګرام تر پيلېدو وړاندي بايد په منظم ډول د ولسواليو او کليو د مشرانو، ولسوالانو او نورو مخورو کسانو په مرسته څرګنده سي چي په لومړي قدم کي کومو کارونو ته اړتيا ليدل کېږي تر څو په منظم ډول هغه کارونه چي مهم وي د اوليت حق ورکړل سي.