د لوى اختر په ورځ مې ماشومان تر سخت کنټرول لاندې نيولي وو، چېرته چې حلاله کېده، نه مې پرېښودل، ما ويل هسې نه وينه توييدل وويني او وه وېرېږي.
د اختر په درېيمه ورځ له کلي ګڼ شمېر ميلمانه راغلل، هغوى سره هم يوه ډله ماشومان وو. ما ښام چې انګړ ته ووتم، وه مې ليدل چې ټول سره پنډ دي او کيسې کوي. يوه شيبه ورته ودرېدم، کيسې خيالي وي، د پېريانو او بلاګانو وې.
ورته ويل مې، دا کيسې مه کوئ.
مطلب مې دا و چې، د شپې خوب کې ونه وېرېږي، خو هغوى ته مې په لوى لاس دا خبره ونه کړه.
هغوى غلي شول، ما ويل د خپل کلي کيسې وکوئ، او نور ترې روان شوم.
لږ وروسته بېرته راغلم، کيسې شروع وې. غلى ودرېدم.
يوه ويل: ا ، بله ورځ د سړک په غاړه ماين والوت، موټر يې هوا ته پورته کړ، سړک کې لويه کنده جوړه شوه، ورغلو، هلته لاسونه او پښې پرتې وې.
يو ماشوم غږ کړ: لاسونه او پښې د چا وې؟ کليوالو ماشومانو وخندلې او ويل يې : خو په موټر کې د ناستو کسانو وې کنه.
ماشوم ژر خپلو لاسونو او پښو ته وکتلې او د څنګ ملګري ته نور هم جوخت شو.
بل ويل: سړک کې څو کسان ولاړ وو، ماشيندارې ور سره وې، مخونه يې پټ وو، دوه کسان يې له موټره ښکته کړل، په کنداغونه يې وهل او خوړ ته يې جګ کړل. بل خبره ور پرې کړه: هغه يې بيا په دې سر- سر ويشتلي وو، خلکو يې مړي راوړل.
بل ماشوم کيسه شروع کړه: ا،بله شپه جيټ طياره دومره ټيټه راغله، لکه زموږ کوټې ته چې را ننوځي، نور ډزې شروع شوې، تر سهاره ويښ وو، سبا مې سر درد کاوه، مکتب ته لاړ نشوم.
کليوالو ماشومانو همداسې کيسې کولې او زه په خپله خبره پښېمانه وم ، ځان سره مې ويل: ولې دې، د پېريانو او بلاګانو له کيسو منع کول؟
محمد نعمان دوست
د لوى اختر څلورمه، ١٣٩١، جلال اباد