کور / تازه خبرونه / بریتانويان د جګړې څخه د خلاصون له پاره ځانونه ټپیانوي

بریتانويان د جګړې څخه د خلاصون له پاره ځانونه ټپیانوي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په افغانستان کې د بریتانیوي سرتیرو له خوا د ځانونو ټپیان کولو، د جمیعیت ګوند د مشرۍ پرسر د اختلافاتو او په غزني کې د افغان او پاکستاني وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په اړه خپل مطالب لیکلي دي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې بریتانوي عسکر د افغانستان له جګړې د خلاصون لپاره ځانونه ټپیانوي.

دې ورځپاڼې د لویدیځې رسنۍ ډیلې اکسپرس له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د هغو بریتانوي سرتیرو شمېر، چې له جګړې نه د تیښتې لپاره یې ځانونه ټپیان کړي، په جګړه کې د ټپي شوو عسکرو درې برابره دی.

د کابل چاپ د نن ورځې یو شمېر نورو ورځپاڼو هم پرهمدې مسالې لیکنې خپرې کړي دي.

محور:

محور غیر دولتي ورځپانې لیکلي، چې د جمعیت ګوند د مشرۍ پرسر اختلافات لا هم نه دي حل شوي.

دې ورځپاڼې د عطامحمد نور، محمد اسماعیل او صلاح الدین رباني تصویرونه چاپ کړي او لیکلي یې دي چې دا درې واړه غواړي چې د دې ګوند مشري ترلاسه کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه د همدې اختلافاتو له امله د جمعیت مرکزي کمیټه نه ده توانیدلې چې خپله مرامنامه نهایی کړي.

محور په غزني کې د افغان اوپاکستاني وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په اړه هم یو مطلب خپور کړی او ویلي یی دي چې دا نښته تیره ورځ شوې چې له امله یې دوه طالب قومندانان او دهغوی څلور وسله وال وژل شوي.

ملي باور:

ملي باور غیر دولتي ورځپانې د وزیرانو شورا هغه خبره را اخیستې چې ویلي یی دي د ډیورنډ کرښې په اړه څرګندونې د افغانستان دریځ نه بدلیږي.

ورځپاڼې لیکلي چې د وزیرانو شورا د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکایی چارواکو پرڅرګندونو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په دې اړه د امریکایی چارواکو په ګډون د هیچاه خبره او نظر ورکول د منلو نه دي.

ملی باور دغه راز په یوه لنډ مطلب کې لیکلي چې د بلخ یوشمیر وکیلان د هغه ولایت په قضایی چارو کې لاسوهنه کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د امریکا له راتلونکې جمهور رییس څخه د افغانانو هیلو ته ځانګړې کړیده.

هیواد لیکلي چې د امریکا دریځ د افغانستان په اړه معلوم دی خو بیا هم د نوموړي هیواد انتخابات پرافغانستان د پام وړ اغیزې لري.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا راتلونکې ولسمشرباید د تروریزم پرضد مبارزه جدي ونیسي او له دې هیواد سره په ټولو برخو کې د نوموړي هیواد ژمنې عملي کړي.

خدمتګار:

خدمتګار غیردولتي ورځپانې (نازک حالات افغانستان او هند سره نږدې کوي) ترعنوان لاندې لیکلي چې ولسمشرکرزی هند ته سفر کوي او په ترڅ کې به یې د هند له صدراعظم سره مهم تړونونه لاسلیک کړي.

دې ورځپاڼې په هند کې د افغنستان د سفیر شیدا حمد ابدالي له قوله لیکلي چې په دې تړونونوکې به څلور مهم مسایل شامل وي.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼې د دفاع وزارت د چارواکو له قوله لیکلي چې ولسې مرګ ژوبله د شپې عملیاتو له افغاني کیدو سره له مینځه تللې.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې د شپې ټول عملیات اوس د قضایی ارګان د اجازې پراساس ترسره کیږي او له اړتیا سره سم د ښځو د تلاشۍ لپاره ښځینه پولیسې د عملیاتو ځای ته استول کیږي.