پېښور:له قبایلي ایجنسیو څخه خېبر ایجنسۍ هغه سیمه بلل شوې، چې د روان کال په اوږدو کې په کې د تشدد تر ټولو ډېرې پېښې رامنځ ته شوې.په هغو شمېرو کې، چې د قبایلي سیمو لپاره د سیاسي ادارې له خوا خپرې شوې، ویل شوي دی، د روان کال له پیل راهیسې د اکتوبر تر میاشتې پورې په خېبر ایجنسۍ سیمه کې ټولټال ۹۶ بمي چاودنې، ځانوژونکي او راکټي بریدونه شوي دي.د دې شمېرو له مخې، په دې پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکي کسان او ۲۰ پوځیان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.په خېبر ایجنسۍ کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پاکستان پوځ او نیمه پوځي امنیتي ځواکونه په پوځي عملیاتو بوخت دي، خو دوی نه دي توانیدلي سخت دریځي وسله وال له دې سیمې وشړي، چې د خېبر پښتونخوا ایالت مرکزي ښار پېښور ته څېرمه پرته ده.