کندهار افغانستان – نن غرمه ٢:٠٠ د کندهار د ارغستان اولسوالۍ په شګو ګودر نومې سيمه کي درې تنه چي غوښتل يې د سړک غاړي ماين ښخ کړي د خپل ماين ښکار سوي، يو تن پکي وژل سوی او دوه تنه نور پوليسو نيولي.
د کندهار د امنيت امير سمونوال رحمت الله اطرافي وويل، په ياده پېښه کي له ماين ښخوونکو پرته نور چا ته زيان نه دی رسېدلی يوازي پکښي درې تنو ماين ښخوونکو ته زيان اوښتی چي يو تن يې وژل سوی او دوه تنه نور ژوبل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو او اسلامي حزب څه نه دي ويلي.