کور / تازه خبرونه / د ډنډ اولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل سو

د ډنډ اولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل سو

نن لس بجې او دېرش دقيقې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په ګورګان سيمه کي د دښمن څو تنو موټر سايکل سپرو د ډنډ ولسوالۍ د امنيه قوماندان پر موټر بريد وکړ، چي په ترڅ کي يې د ډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل سوی او د دښمن درې تنه بريد کوونکي وژل سوي دي.


د کندهار د امنيت امير سمونوال رحمت الله اطرافي وويل، ياده پېښه د ډنډ ولسوالۍ په ګورګان نومې سيمه کي هغه مهال رامنځته سوه چي د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل رحمت الله له سيمه څخه د تېرېدو په حال کي و.


اطرافي زياتوي چي، د بريد پر مهال له دښمن سره د پوليسو له خوا مقاومت سوی چې په نتيجه کي يې يو پوليس زخمي سوی او د دښمن درې تنه بريد کوونکي وژل سوي او همدارنګه له دښمن څخه يو موټر سايکل او يو شمېر وسلې په سيمه کي پاتي سوي دي.


د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د پېښي په اړه خواشيني ښودلې ده او د يوه پيغام په ترڅ کي يې د ډنډ ولسوالۍ د امنيې قومندان مړينه د ډنډ ولسوالۍ د امنيت په برخه کي يوه ضايعه وبلله .