کور / هراړخیز / ولی مو خندوی

ولی مو خندوی

کله چی ما څو ورځی وړاندی د معنوی دا څټلی مخ د رسنیو له لاری ولید نو خندا راغله او تیری د ولسی جرګی او ولسمشرۍ ټول ټاکنی لکه د یو فلم په شان له سره تر پایه په ذهن کی راژوندی شوی.

دی ښاغلی د راتلونکو ټولټا کنو په هکله په ډیر ټینګار سره وویل چی ټاکنی به په خپل وخت او رڼی تر سره کیږی. همدارنګه دي ځوان د دولت مخالیفینو( طالبانو او اسلامی ګوند) ته هم بلنه ورکړه چی د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کی کولای شی ګډون وکړی. نو تاسو ته ددی ښاغلی دا دومره لوی لوی اوبی مغنی خبری خندا نه درولی ؟ ددی ښاغلی دا اعلان د افغانستان د شرایطو په پام کی نیولو سره زما په نظر د خندا وړ خبره ده.

زه او س د دی ښاغلی په تیر تاریخ باندی څه نه غواړم چی ویی لیکم خو په راتلونکی تاریخ یی رڼا اچول ضرو بولم.

لومړۍ دا چی په ګران هیواد افغانستان او پر افغان ځوریدلی ولس باندی یو داسی بلا نازله شوی ده چی زما په نظر که له دی بلا موږ افغانان ځانونه او هیواد خلاص نه کړو زموږ شپه به چیری هم روښانه نه شی، موږ به کله هم په ګیډه ماړه نه شو او موږ به هیڅکله له بدبختۍ خلاص نه شو. دا بلا او دا بدبختی په هیواد او ولس باندی ناسته مافیه ده چی پر موږ حکومت کوی او شمیر یی ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورته نه دی ډیر ،چی په دی مافیه کی اوسنی مشر کرزی او کورنۍ یی، د کرزی مرستیالان او وروڼه یی، ناسته کابینه او د ولایاتونو والیان همدارنګه په ولسی او مشرانو جرګو کی اکثره حرفوی غلو څخه جوړ شوی ګروپ دی چی بل په هیڅ صرفه نه کوی یوازی او یوازی خپله شتمنی له یوی نه بلی ورځی ته ډیروی. نه د هیواد غم ورسره شته او نه ددی ځوریدلی ولس په فکر کی دی. نو دوی په هیڅ وجه نه غواړی چی واک یی په راتلونکی کی له لاسه لاړ شی او همدا رنګه دوی له هر چل او فریب کار اخلی تر څو خپل واک او اختیار له لاسه ورنکړی .نو په راتلونکی ټولټاکنو کی به دوی همدغه کرزی په کوم چل او فریب او یا د کرزی ورور اږ یا هم له همدی ډلی څخه داسی څوک په سر کی راولی چی د همدوی ګټی او ددی مافیایی حکومت ته دوام ورکړی.

کله چی حقیقت دا دول وی نو دا مافیه د خپل قدرت د اوږدولو په خاطر داسی کمیسینونه جوړی چی هغوی ته غام تام صلاحیت ورکوی تر څو څوک پیدا نه شی چی تری د درغلیو او ګړ بړ پوښتنه وکړی دا ځکه چی دوی ته د مافیه له خوا ورسپرل شوی دنده د مافیه په خوښه سر ته رسیږی ، نو ددوی فیصله له قانون څخه بیرون ده او د هیڅ قانونی مرجع اواز ددوی په پریکړه او کړنه کی هیڅ هم نه شی کولای چی یو ښه مثال په تیرو ټولټاکنو کی موږ ولید. همدا رنګه بیا ددی کمیسیونونو په سر کی داسی څوک ټاکل کیږی چی هغه په هیڅ ډول ازادی او خپلواکی نه لری او کوم هیدایت چی مافیه ورکړی وی تر سره کوی. لکه د ټولټاکنو کمیسیون او د هغه په سر کی همدغه بی معنی مولا. نو چی خبره داسی ده رڼی ټولټاکنی به څنګه تر سره شی؟ ددی ښاغلی بی مغنی خبری تاسو ته خندا نه درولی؟ نو په هیواد کی د رڼو ټولټاکنو خبره یوازی او یوازی خیال دی او بس.

ددی محکوم بله خبره د طالبانو او اسلامی ګوند څخه په ټولټاکنو کی د هغوی ګډون غوښتل وو او له هغوی یی وغوښتل چی کولای شی چی ګډون وکړی. هغه خبره ده چی وایی چی خدای ج د سپی نه بو لی ته ورته د باران سوال کوی.ته څوک یی چی طالبان او اسلامی ګوند ته په ټول ټاکنو کی دعوت ورکړی. طالبان او اسلامی ګوند بس هم دی شیبو ته سترګی غړوی چی کله به دا یرغګر د یرغل کمپله ټولوی تر څو بی له ټولټاکنو واک تر لاسه کړی.

د هیواد او سیمی د شرايطو په نظر کی نیولو سره افغانستان او افغان ولس باید ډیرو سختو شیبو ته چی پری راراوانی دی فکر وکړی او لا سر وخت دی چی د حل لاری چاری یی وسنجوی. له خودخاهی، بیګانه پرستۍ او زور واکۍ څخه تیر شی او له تیر تاریخ څخه د عبرت لوست یاد کړی او په یوه افغانی فضا کی د میز شاوخوا راټول او له هغی بدبخټۍ چی په دی هیواد او ولس راروانه ده نجات ورکړی.له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چی خارجی عسکر له دروازی ووزی په کړکی به دی هیواد ته داسی بدبختی راننوزی چی ۱۹۹۲ کال به مو له یاده وباسی.

نو زما په نظر لومړۍ د په کابل کی ناسته مافیا لږ ملت ته مخ ورواړوی او اوس خو به ټول جیبونه دری واری ډک شوی وی. او ددی غم د وخوری چی څنګه افغانان په خپل منځ کی روغی جوړی ته راتللای شی او له هرامکان د کار واخلی تر څو ددوی مخالیفی خواوی دی ته راضه کړی چی له جګړی لاس واخلی او که دا کار ونکړی نو په کابل کی ناسته د غلو ډله به دا ټوله کړی سرمایه هم له لاسه ورکړی. همدارنګه د دی مافیه مخالیفی خواوی د هم دی ته نه خوشحالیږی چی ګویا یرغلګر به لاړ شی او دوی ته به قدرت ورپاتی شی، په دی کی شک نشته چی که یرغلګر ووزی دوی به واک تراسه نه کړی یعنی واک خو به تر لاسه کړی خو چی څنګه به یی ټینګ کړی دا لوی سوال دی او ددی سوال ځواب دادی چی د هیواد په د ننه کی ځینی کړۍ ، د سیمی ګاونډی هیوادونه په خاص ډول پاکستان او ایران او ځینی نور هیوادونه د افغانستان ټوته کولو ته چک ناست دی چی تجزیه یی کړی او دا ټوله ډرامه همدی خواته روانه ده.نو

په اخر کی ټو لو افغانان ته دا اواز دی چی ځانونه ویښ کړی شرایط ټیر په تیزی د بدلون په حال کی دی. یو موټی شی او یو ځای شی ګنی هیواد مو له لاسه ځی.

مننه