د افغانستان او پاکستان د حالاتو نامتو ژورنالست احمد رشيد سره مرکه
ژباړه : احمدالله رحمانی
احمد رشید وایی : زه د بارک اوباما او میت رامنی وروستۍ تلویزیونی مناظری نا اُمیده کړم ـ هلته د افغانستان د کړکیچ په اړه کومه خاصه سیاسی د حل لاره و نه لیدل شوه .
احمد رشید د افغانستان او پاکستان د حالاتو نامتو ژورنالست بلل کیږي . له احمد رشید سره د نړی واکداران سیاسی سلاوی کوي . کوم وخت چي بارک اوباما د لمړی ځل له پاره د امریکا د ولسمشر په حيث و ټاکل شو ، احمد رشید یی د سلا لپاره ور وغوښت اود ماښام ډودۍ ته یی میلمه کړ .
د المان » دی ویلت« ورځپاني تیره اونۍ د احمد رشید سره د افغانستان په اړه مرکه وکړه چی دلته ټکي په ټکي را نقليږي :
دي ویلت : پدی اونۍ کي د امریکا په تلویزیوني مناظره کي پر بهرني سیاست خبري وشوي . ته ددي خبرو نه نا اُمیده شوي ؟
احمد رشید : زه په رشتا هم زیات نا اُمیده شوم ، دا ځکه چی هلته موږ غیر له عمومی خبرو نه بل څه نه واوریل. د افغانستان په اړه اصلاً پر کومه سیاسي د حل لاره باندی خبری ونه شوې چي د هغه په وسیله وکولای شې جنګ پای ته ورسوي . هلته فقط د قدرت پر انتقال خبری کیدې ، او هغه موضوع خو بیخي شاته پاته شوه چي تر کال ۲۰۱۴ وروسته کوم وخت چي بهرنی ځواکونه له افغانستان نه ووزي ، کوم خطرونه منځ را تلای شي . که غربي نړۍ راویښه نه شي او پدې پوه نه شي چی کوم خطرونه را منځ ته کیږي چي که په افغانستان کی په ټولټاکنو کي در غلۍ وشي ، نو بیا به افغانستان له سیاسي سقوط سره مخامخ شي . ولسمشر اوباما د طالبانو سره د خبرو په اړه هم څه ونه ویل ، که څه هم هغه تر اوسه ښه توانیدلی دی ، دا موضوع مخ ته بوزي .
دي ویلت : دا دواړه نوماندو کومی غلطۍ وکړي ؟
احمد رشید : پاکستان اصلاً د هغوی په آجنډا کی شامل نه وو . که څه هم اوباوما وویل چي امریکا به له پاکستان نه مخ ونه کرځوي ، اما داسی خبري د چا لپاره ګټوري دي ؟
دي ویلت : د افغانستان او پاکستان د منطقې لپاره د بارک اوباما او یا میت رامني ټاکل کومه اغیزه لري ؟
احمد رشید : زه رشتیا خبره کوم . زه له هغو کسانو نه زیاته ویره لرم چي و میت رامني ته د بهرني سیاست په اړ سلا ور کوي . که میت رامني و لسمشر شي ، موږ به هغه نئوکانونه چی د جورج بوش د واکداري له وخت نه یی پیژنو ، بیا ووینو . زما مطلب هغه کسان دي لکه جان بولټن . تخمین یی نه شو کولای چي میت رامنی به د حق لیدونکوخبرو اوریدو ته تر کومی اندازی چمتو والی ښکاره کړي او داسي تند لارو ته به کوم رول ورکړي . د دیموکراتانو تګلاره تر یوې اندازې ښکارندویه ده . موږ پوه یو چي د امریکا بهرنۍ وزیره هیلاري کلیټن د اوسنۍ واکداري په پای کي نوره نه پاته کیږي . د هغی پر ځای دوه یادرې کسان چي هغوی خپله دنده ښه اجرا کولای شي ، ټاکل کیدای شي . له دغو جملی نه یو یي جان کیري یادولای شو چي د منځنۍ او شرقي آسیا په سیاست کی پوره شامل کس دی .
دي ویلت : اوباما د افغانستان لپاره تر خپلو تیر سیالانو زیات کار کړیدئ ، اما بیا هم دده دواکداري په دوره کي افغانستان د هرج او مرج او ګدوډې پر لوري روان دئ . ستا له نظره دلته کومي اشتباه وي شویدي ؟
احمد رشید : اوباما و نظامي زورواکي ته مخ کړی وو او نوري د حل لاري یي هیري کړي وي . د مثال په توګه د افغانستان اقتصاد اوس هم پر ځمکه پروت دی . کوم وخت چي په کال ۲۰۱۴ کي بهرني ځواکونه ووزي ، افغانستان به بیله پیاوړي اقتصاد او زیاته بیکاري کي څه وکړي ؟ افغانستان به بیا هم و بین المللی مرستو ته اړ وي . موږ چي د ارواپا او امریکا اقتصادي حالت ته ګورو ، نو د افغانستان سره نوري مرستي تر سوال لاندي راځي او پر هغو باندي تکیه نه شي کیدای . له بلي خوا په افغانستان کي ملي پخلایني ته هم توجه نه ده شوې . د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پوري فقط ۱۸ میاشتي وخت پاته دی . د غربي نړی واکداران باید ډیر زیار وباسي تر څو د طالبانو سره خبرو ته ادامه ورکړای شي . دا کار تر هر څه زیات مهم ګڼل کیږي اما په تأسف باید ووایو چي هغوی داسي نه کوي .
دي ویلت : په دا اخیرو وختونو کښي یي موږ وینو چي اوباما دا حالت لږ تر لږه د مشکل په شکل پیژندلی دئ ، ستا په نظر کوم حالت دی چي د امریکا ولسمشر تر اوسه هم په هغه نه پوهیږي ؟
احمد رشید : کوم خطر چي د امریکا حکومت تر اوسه ورمتوجه شوی ندی هغه په کال ۲۰۱۴ کي د افغانستان ټولټاکنو سره ملګری خطر دی . په کال ۲۰۰۹ کي ولسمشر کرزي په ټولټاکنو کښي درغلۍ وکړې . هماغه وخت افغانستان د زیاتو نیوکو له کبله نژدې له سقوط سره مخامخ شوئ وای . که دا کار اوس بیا تکرار شي و افغانستان به په کورنیو جګړو کي داسي ډوب شي چي تر اوسني حال به یي حالت بد تر شي .
دي ویلت : ایا تا به دا فکر کړئ وای چی دامریکا یو دیموکرات ولسمشر دي په افغانستان کي پر نظامي حل لاری باندي ټینګار وکړي ؟
احمد رشید : اوبا د خپلي واکداري په لمړنیو کلونو کي په خپلو نظامي ځواکونو کي بند پاته وو . په امریکا کي دافغانستان لپاره د ستراتیژي لاري پیدا کولو بحرانونه زیات وه . د مثال په توګه د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک په اول سر کي وړاندیز وکړ چي د طالبانو سره دي خبري وشي . خو دهغه خبره چا نه اوریدل .
دي ویلت : د ریچارد هولبروک خبره و لي یي نه اوریدل ؟
احمد رشید : دا پدي چي نظامیانو نه غوښتل پر داسي موضوع اصلاً خبري وکړي . د هغوی ستراتیژي داوه چي ټوله طالبان باید ووژل شي . اوس موږ ټوله پوه شوو چي دا پلان نه شي عملي کیدای . په سپینه ماڼۍ کي زیاته نا آرامي را منځ ته شوه ، د اوباما او ریچارد هولبروک مناسبات زیات خړ پړ شوه . د ریچارد هولبروک تر مرګ وروسته بل کوم داسي لوړ پوړی شخصیت پیدا نه شو . نو ځکه مهمي خبري شاته پاته شوې . غربي نړئ مخصوصاً بیا امریکا لمړني ګامونه غلط واخیستل . اوس باید ډیر غور وشي چي په کال ۲۰۱۴ کي په افغانستان کي واک و چاته وسپارل شي . په افغانستان کي باید د ټولټاکنو په اړه پوره تیاری ونیول شي او پر افغانانو زور رواستل شي ، اما دا کار ندئ شوی .
دي ویلت :ته په خپل کتاب کي په هر ځای کي چي دي د افغانستان لپاره کومی د حل طرحي وړاندي کړي دي ، بیا هم و دي نتيجي ته رسیدلی یي چي پاکستان په منطقه کي د ثبات لپاره لوی خطر دی ، دا ولي ؟
احمد رشید : لمړی خو پاکستان د طالبانو لپاره د تيښتی ځای دی . له بلي خوا پاکستان خپل طالبان هم لري . او بیا نو پر دي ټولو سربیره د پاکستان طالبان د انګریز ، جرمنی او نوري نړی اسلامی بنسټپاله مسلمانان د تروریستي لپاره تربیه کوي .پر دي سربیره پاکستان د لوی اقتصادي بحران سره لاس په ګریوان دی . سیاستمداران یي دا وړتیا نلري چي اصلاحات منځ ته راولي .
دي ویلت : کوم خنډونه دي چي سیاستمداران يي اصلاحات منځ ته نه شي راوستلای ؟
احمد رشید : د پاکستان سیاستمداران ټوله په خپلو کړنو کي فلج شوي دي . پداسي حال کي چي هیواد یي په ګډ وډی کي ډوبیږی ،هغوی ناست دي او فکر کوي چي خپل سیاسی ژوند به څنګه وژغوري او خپل اقتصاد به څنګه مخ ته بوزي ؟
دي ویلت : له هغه برید نه چي پر یوي پنځلس کلنۍ نجلۍ باندی په سوات کي وشو ، داسی ښکاري چي د پا کستان پر حکومت د عامو خلکو زور زیات شوی دی او له هغوی نه غواړي چي د طالبانو په مقابل کي سخت دريځ ښکاره کړي ، ایا دا کار به هم کومه مرسته و نه کړي ؟
احمد رشید :دا خبره صحيح ده چي د عامه فشار ډير زیات وو ، دا پدی چي پر دي برید ټولي نړۍ خبري کولې . اما هر څه چي په پاکستان کي کيږي موږ یي وینو. د پا کستان ملکي حکومت مسئولیت و نظامي ځواکونو ته ور وسپارلئ . نظامي ځواکونو دنده بیرته و ملکي حکومت ته ور په غاړه کړه چی لمړی پدې اړه داسي سیاسي پریګړه وکړي چي د ملت په راضي وي . اما په پارلمان کي مذهبي پارټی ناستي دی چي هیڅ وخت به د طالبانو پر ضد فیصله ونه مني . په اخیر کي هيڅ نه کیږي .
دي ویلت : اما د پاکستان ملت څه وايي ؟
احمد رشید : موږ د ملالې تر برید وروسته د ډیرو خلکو له خوا نیوکي او خوځښتونه ولیدل چي پدی اړه یي تغیرات غوښته . مشکل پدې ځای کي دی چي دا نیوکو او خوځښتونو کومه سیاسي رهبري نه لرله . له بلي خوا د پاکستان ځوان پوړ نه پوهیږي چي د هغوی په چاپیریال کي څه پیښیږي . هغوی داسی تر بیه شوي دی چی په تصوُر کي یي غلط دښمن ورکړی دی ، یانی ورته ویل شوي دی چي هندوستان او امریکا د پاکستان شتون ته خطر دې . نظامی ځواکونه او ملکی حکومت پداسي غلطو تصوُراتو د هغوی نظر له اصلي مشکل نه اړوي .
دي ویلت : د اسامه بن لادن له وژلو نه وروسته ، چي امریکا د پاکستان بي سلا دا کار وکړ ، د واشنګټن او اسلام اباد مناسبات زیات ترینګلي شوه . له بلی خوا د امریکا بي پیلوټه الوتکو بریدونو ، چي زیات شمیر پاکستانی ملکی کسان یي وژلي دي ، د امریکا پر ضد کړني نوري هم پسي زیاتي شوی دي . ایا ستا په نظر د بي پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل قانوني بلل کیدای شي ؟
احمد رشید : لمړی باید ووایم چي د بي پیلوټو الوتکو نه کار اخیستل د امریکا پر حقوقی سیستم هم زیاته اغیزه کړې ده . دا خو یو حقیقت دی چي که د امریکا د ولسمشر له خوا په ټوله نړۍ کي انسانان وژل کيږي ، د امریکا او نوري نړۍ لپاره خطر منځ ته راولي . دا ځکه چي پداسی بریدونو کي د ملکی کسان ژوند په خطر کي لویږي . اما باید وویل شي چي دا اصلاً د پاکستان وظیفه ده چي په خپل هیواد کي بنسټ پالونکي تعقیب کړي . اما داچي پاکستان دا کار نه کوي ، نو امریکا او ناټو مجبوره دي ، چي پخپله یي وکړي . د حل لاره مالومه ده . پاکستان باید په خپل هیواد کي د بنسټ پالو په مقابل کي وجنګیږی . هغوی چي پخپله دا کار نه کوي ، نو بیا که نوروکاوه ، باید شکایت هم ونه کړي .
دي ویلت : ته چي د پاکستان او امریکا مناسبات په منطقه کي د سولی لپاره مهم بولې ، ایا ته څه فکر کوې چي دپاکستان او امریکا مناسبات به بيا سم شي ؟
احمد رشید : هغوی اوس اقلاً پردې موضوع باندي خبرو ته چمتو شوي دي . د امریکا استازی تیره اونۍ اسلام اباد ته تللي وه. دهغوی مناسبات د بي باوري له امله ترنګلی دي . دا ترنګلتیا تر هغه وخته له منځه نه شی تلای تر څو پاکستان د ملی پخلاينی په اړه ګامونه پورت نه کړیي . په افغانستان کي بیله طالبانو بله د حل لاره نه شته . څنګه چي طالبان په پاکستان کي اوسیږي ، پاکستان باید د خبرو میزته ور سره ناست وي . دامریکا لپاره مالومداره دا یو سخت دريځ دی . امریکا که څه هم پاکستان ته اړه ده ، اما بیا هم د پاکستان له لاسه تر پزی شوي ده .
»ټول افغانستان«