دهلمندڅخه رارسیدلې خبر ی سرچینه وایی ،چي ددغه ولایت دګرشګ په ولسوالې کي تیره شپه څلوروپولیسو پرخپلوڅلورونوروملګروپولیسوډزې وکړي اوهغوی یې ووژل.امنیتي چارواکي وايي چي بريدګر پوليس دپیښې له ځای څخه تښتېدلي دی او دهغوی پلټنه روانه ده.
د غه پیښه دګرشک ولسوالۍ شمال لورته په یوه امنيتي پوسته کې هغه مهال رامنځته شوه چې څلورنوي پوليس دغې پوستې ته کومکې لیږل شوي وو،او په پوسته کې مخکنيوڅلوروپوليسوتازه دمه ورغلي څلور پوليس وژلي او پخپله په تېښته بريالي شوي دي.تر دی دمه وسلوالوطالبانوددغه برید په اړه څه نه دی ویلې.
داپه تیرو دوواوونیوکې دریم بریددی چې دافغان امنیتي کسانوله خوا پرافغانی پولیسواوبهرنېو پوځیانوترسره
کیږی. اوتردې وړاندې هم دافغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ورته پېښې شوي دي.