دافغانستان دسوک وهنې ملي لوبډلې لوبغاړى نوراحمدحبيبي وايي وړمه شپه په کابل کې حميدرحيمي ديوه تانزانيايي سوک وهونکي سره فسادي سيالي برابره کړې وه،چې په تخنيکي لحاظ يې دسوک وهنې سيالي ښه ترسره نکړه
هغه زياته کړه چې وړمه شپه رښتيني لوبه نه وه، يواځې دسولې عالي شورا،مشرانوجرګې،ترپنځلس زره افغانيو پورې له بااحساسه افغانانو دټکټ په پلمه اوديوشمېر مشرانو اوسپانسرو څخه پيسو راټولو يوه پلمه وه .
هغه دثبوت په ډول وايي چې يو مهال تانزيانيايي سوک وهونکى په لاس ټپي شو او له دردونو يې لاس ځوړند ونيو خو وروسته په هماغه لاس افغان رحيمي په غيږ کې اوچت کړ.
دافغانستان دسوک وهنې لوبغاړى نوراحمدحبيي وايي ديوه رښتيني افغان په څېر غواړي چې له حميدرحيمي سره يوه چيلنجي سيالۍ په کابل او له تانزانيايي لوبغاړي سيدامبلوا سره په هماغه هېواد کې ترسره کړي .
هغه دواړو لوبغاړو ته وخت ورکړى چې تر دوه ورځو پورې دې المپيک دسوک وهنې فدراسيون ته دسيالۍ کولو لپاره وړاندېز ورکړي او دسولې په نوم دې وروسره سيالي وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د کابل د لويې جرګې په خيمه کې د سوک وهنې نړيوال اتل افغان لوبغاړي حميد رحيمي خپل تانزانيايي سيال سيد امبلوا ته په اووم راونډ کې ماتې ورکړه.