پېښور:د خيبرايجنسۍ دباړې تحصيل دتيراد سيمې د ساييري په کلي کې د هوايي بريد له امله ١٠ سخت دريځه وژل شوي او شپږ ټپيان دي دچارواکو وينا ده په يو بل خبر کې څرگنده شوې چې دتوغندي د بريد له امله د باړه دملک دين خيلو په سيمه کې امنيتي ځواکونو دلښکراسلام دډلې ديو قوماندان کور ويجاړ کړى او په يو کورکې دبريد له امله ٨ کسان ټپيان شوي دي.