کور / راپور / لوړ رتبه پلاوي د پکتيا دخلکو ستونزي واورېدې

لوړ رتبه پلاوي د پکتيا دخلکو ستونزي واورېدې

پکتيا ته د هيواد د قومونو او قبايلو چارو وزارت معين له يو پلاوي سره کاري سفر درلود چې په ترڅ کې يې د قومي مشرانو او د پکتيا د اوسيدونکو ستونزي او غوښتنې واورېدې.


هغه غونډه چې د قومي مشرانو له خوا له کابله د راغلي پلاوي سره د ستونزو د شريکولو په موخه جوړه شوې وه، د پکتيا د بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو پکې برخه واخيسته.


قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وويل؛ دې ولايت ته لکه څه ډول چې لازمه وه، پاملرنه نه ده شوي.


دوئ دا هم وويل ،چې د بيا روغونې او نورو لويو پرمختيايي پروژو کارونه ټکني او يا هم په ټپه ولاړ دي.


د مرکز ګردېز يو تن قومي مشرګلاب الدين غونډې ته په وينا کې وويل؛ په پکتيا کې د بيا رغونې لويې پروژې له اوږدې مودې را په دې خوا ودرېدلې دي او په اړه يې چارواکي بې غوره وبلل.



نوموړي وويل(( د بيا رغونې کوم کارونه چې په دې ولايت کې شوي ، د تجارانو له لوري ترسره شوي تر اوسه پورې د دولت له لوري دسي کار نده شوی چې د پکتيا د خلکو په ګټه دي وي ،د ګردېز سړکونو داسې جوړ شوي چې له یولاس څخه پنځم لاس ته ورکړل شوي چې اوس بیرته خراب شوي، موږه هيله لرو چې زمونږ غوښتنې به مرکزي دولت ته ورسوئ))


په دې غونډه کې ځينې قومي مشرانو په ولايتي اداره کې شته ستونزو او فساد ته هم اشاره وکړه او زياتوله يې چې چارواکي په اونيو اونيو په دفترونو کې نه وي او دا يې هم ويل چې د هيواد د نورو ولايتونو په پرتله په پکتيا کې اداري فساد او زورواکي زيات زور اخيستی.


قومي مشر ګل زار ځاځی وويل (( په هيواد کې د دولت واګې له يو څو محدودو کسانو سره دي ، پکتيا داسي ولايت ده چې قومي مشران په لونګيو غلط کړي او که هر والي وغواړي چې د ولايت په دوره کې زيات مشرتوب وکړي نو پکتيا يي یوه ښه بيلګه ده ))


د قومونو او قبايلو چارو مرستيال وزير محمديعقوب احمدزي هم دا ومنله چې په پکتيا کې د بیارغونې کارونه د نورو ولايتونو په پرتله کم تر سره شوي دي.


ده، دا هم زياته کړه چې په پکتيا ولايتي اداره تر يو بريده کمزوري او په يوه کچه اداري فساد موجود دی.


هغه وويل (( زه نورو ولايتونو ته هم تللی يم د نورو ولايتونو په پرتله په پکتيا کې د بيا رغونې کارونه ډېر کم شوي دي لکه څنګه چې لازمه ده هغه ډول کارونه ندي شوي ، په اداره کې هم ستونزې شته چې ددې ولايت ډېری اوسيدونکي يي ناخوښه دي ، خفه دي باید په لسو کلنو کې دسي کارونه شوي وی، خو دغه ستونزې چې دلته موجودي دي دا به موږه له مرکزي دولت سره شريکې کړو))


پکتيا ته له پلازمينې کابل څخه د ستونزو د درک کېدو په اړه چارواکي په داسې حال کې کاري سفر کوي چې د ولس مشر حامد کرزي د پنځه څلويښتمې ګڼې فرمان له مخي لوړپوړي چارواکي بايد د هيواد ولايتونو ته سفرونه وکړي، ترڅو د خلکو ستونزې مرکزي ادارې ته ورسوي.


دا چې د قومونو او قبايلو چارو وزارت ځانګړی پلاوی به تر کومه بریده د پکتيا د خلکو ستونزې تر مرکزي دولته ورسوي دا به راتلوونکی ځوابه وي .