دکورنيو چارو وزارت وايي،په پام کې لري چي دمرغومې دمياشې له پيل نه ددغو پېژندپاڼواو تذکرود وېش لړۍ پيل کړي. دافغانستان دکورنيوچارووزارت زیاتوی ،چي دبرېښنايي پېژندپاڼواودهویت تذکرودپروژى پيل به تر ولسمشريزو ټاکنومخکې ايله نژدې شپږ ميلیونه پېژندپاڼې پر خلکوووېشي ، دهغوی په وينا په دې برخه کې دټاکنودخپلواک کميسون مرستې ته هم اړتيا لیدل کیږي.
بل لوری دافغانستان دمخابراتو وزارت وایی چي داپېژندپاڼې به سر بېره پرخپل ملي هویت اوارزښت، د ټاکنوکارت هم وي ، دگاډواوموټرولايسنسونه او ځينې نورې چارې هم ددغې پروژې اصلي برخې بولي .
د کورنیواومخا براتوچارو وزیرانوپخواپتیله وه ،چې ښايي په تېراگست کې ددغو پېژندپاڼودلومړۍ بېلگې وېش چمتو شې ولې دنامالومودلیلو له مخي داکارتر اوسه پوری ځنډيدلې وو.اواړوند چارواکي اوس وايي ، چي په پام کې لري چې دا لړۍ به سږ کال دمرغومې دمیاشتې په لومړيو ورځوکي عملي پيل کړي.هغه زیاته کړه چي”زموږ دبرېښنايزو پېژندپاڼو پروژه د يو( ۱۱۰)ميلیونو ډالرو په لګښت اوارزښت پروژه ده، چې حکومت يې پلې کولو ته ژمن دى. په پام کې ده په ټول هېوادکې ددغې پروژې دپلې کولولپاره (۴۰۰ )بیلا بیلې ډلې په کار وگمارل شي.
د افغانستان دکورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال عبدالرحمان رحمان رسنیو ته وويل چې،تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې یواځې ايله شپږ ميلیونووگړو ته برېښنايزې پېژندپاڼې وېشل غواړي، خو بهير به روان پاتې شي.د چارواکو په وينا،دا پروژه به په افغانستان کې دبرېښنايي حکومتداری ښه بنسټ وگرځي اووروسته به دغه لړۍد روغتيایی، بانکونو، سوداگرۍ او نور برخو ته هم وغځول شي.
يو شمېر نورکارپوهان بیا وايي چي دنوو پېژندپاڼووېشل به ریښتنې اودمنلو وړ بنسټ ونه لري.دوی وایی چي د ګرده افغانستان دوګړو دسر شمیرنې لړۍ لا تر اوسه پوری پرخپل ځای په ټپه ولاړه ده ،او د ټول افغانستان دوګړو شمیر هیچاته مالوم نه دی. دافغانستان داحصایې مرکزی لوی اداری تر اوسه پوری په دی اړه څه نه دی ویلي .ولې داسي انګیرني شته چي دپیژندپاڼي او تذکرو دویش لړۍ به د ټول افغانستان د وګړو اصلی شمیر څرګندنکړی او نه به هم دغه پیژندپاڼی دټولو خلکولاسونوته ورسیږی.