کور / ترخې خبري / کرزيه! دکندهاريانو زېرى دي ولي وه ځنډاوه ؟

کرزيه! دکندهاريانو زېرى دي ولي وه ځنډاوه ؟

دکندهار دوالي اسدالله خالد داداري فساد دراڅرګندېدو سره سم په کندهار کې پر ښار يانو يوه عجيبه دخوشحالي څادر وغوړېدو او تمه يې دالرله چې اوس نو ګوندي کندهارته دبيا رغاونې او امنيت لاره راخلاسه شي . دکندهار باشهامته ، ميلمه پاله او مېړني ولس فکر کاوه چې ګوندي اوس مو خداى ناره واوري او دناامنيو دلړۍ اصلي ريښه را څخه وکاږي خو په افسوس سره دافغانستان جمهور ريس ولس مشر کرزي داسي ونه کړل او ډېر ژر يې هغه په اداري فساد اخته والي بيا موږ ته را ولېږه .


جلالتماب جمهور ريس!


کندهار ته داسدالله خالد بېرته رالېږنه دوه معناوي لري  – يوه داچې ستاسو استخبارات کمزوري دي او نه شئ کولاى چې داسدالله خالد په اړه ځان ته معلومات راټول کړئ او بيا استخبارات خو هم انسانان چلوي او هغوى خو په دې پوهېږي چې که چېري په کندهار کې ستاسو دکورنۍ ديوه سکرټر په اړه تاسو ته رښتيا ووايي نو هيڅ عجيبه نه ده تاسو به يې هم ونه منئ ځکه ستاسو له پاره هم ښايي دخپلو وروڼو خاطر ګران وي .کېداى شي په افغانستان کې بل داسي والي وه نه موندل شي چې ستاسو دکورنۍ له هرفرد واحد سره تر هوايي ډګره ولاړ شي يا په بله معنا ستاسو دورور احمدولي خان يا هم دقيوم خان خبري ته داسي غوږ کښېږدي .خو موږ دکندهار ښاريان داوايو چې موږ خو هم حق لرو او بايد زموږ حقوقو ته هم جدي پاملرنه وشي . کوم چي موږ ته دافغانستان اساسي قانون راکړي دي . سمه ده اسدالله خالد ستاسو دکورنۍ ديوه سکرټر دنده اجرا کوي خو يو څو فيصده دي زموږ وستونزو ته هم وګوري .امنيت دوندي خراب دى چې له کورونو راوزو نو وصيت نامې حتماً پر کور پرېږدو او خپلوانو ته هرماښام دخپل ژوند دوروستۍ شپې په اړه وايو او دا اوس په کندهار کې يو معمول دى چې ګوره سهار ژوندي يو او که نه . برق خو نو هم کېداى شي تاسو محترم نه ياست خبر قسم په خداى که په څلېرويشت ساعته کې يوساعت هم شته . هو کرزيه ته به ځکه نه يې خبر چې ستاسو ورور په کور کې ښه لوى ماشين دبرق لپاره لګولى دى . بيارغونه به هم تاته معلومه وي چې هيڅ يوه هغه پروژه نه عملي کېږي چې ستاسو دکورنۍ يا هم دوالي صاحب څه ناڅه ګټه نه وي پکښي . خو زه داسي وايم چې کېداى شي داتورونه درته ښکاره شي ځکه تاسو خو دکاناډادبهرنيو چارو دوزير خبري هم تورونه بولئ نوزموږ خوارانو دې ته خو بيخي غوږ نه نيسئ . دبېروزګارئ کچه خو هغه اندازې ته رسېدلې ده چې اوس نو دکندهار لويه برخه فقر کولو ته مجبوره ده چې دا هم تاسو غواړئ او تل مو کوښښ داوي چې کندهار يان تاسو ته دسوال او لوږي لاس اوږ دکړي .


کرزى صاحب ! دکندهاريانو سره له پټي تربګنۍ لاس واخلئ !


 کنه خداى مکړه ترنازولي زوى به دي وخېژي . ته لږ سوچ وکړه دغه نازولى اولاد دي يوه شپه دکندهار په دوبي کې بې له برقه ساتلاى شې ؟ نه هيڅ يې نه شې ساتلى ځکه هغه ستا او لاد دى او ته خپله غوښه کش کړه چې کندهار يان هم او لادونه لري او هغوى دغې ګرمۍ ته شپې تېروي .  


زړه ته رانيژدې جمهور ريس !


دوهم علت يې په والله که درته ويلاى شم  او هغه په دې چې تاسو پر يوه ډېره لويه او معتبره چوکۍ ناست ياست او داوخت زموږ دهيوادجمهور ريس ياست . په دوهم علت ته پوهېږې چې ولي اسدالله خالد له کندهاره نه لري کوې او ستاسو دکورنۍ غړي هم پوهېږي !!!