څه موده وړاندې هندوستان هېواد ((چاندي ګر)) ايالت ته د سولې اوومې نړيوالي کليزې لپاره بلل شوی وم، په دغه کنفرانس کې د ۲۰ هېوادونو څخه لسګونو ځوانو استازو ګډون کړى و.
د کنفرانس په ورځو کې تر ټولو جالبه ديوې کاتوليکي مسلمانې شوې نجلۍ ليدنه وه، چې تر کنفرانس دوه اونۍ وړاندې د خپل يو استاد په واسطه يې د اسلام مقدس دين منلى او زده کړى و.
د نجلۍ اصلي نوم رګ ګويارا (Reg Guevara) و؛ خو تراسلام منلو وروسته يې مريم نوم غوره کړى. نوموړې د فلپين هېواد د ميلاني ښار (Manila, Philippines) اصلي اوسېدونکې ده، چې اوس په ټايلنډ کې ژوند کوي (Hat Yai, Thailand) په Asean Youth Volunteers Network او International Network for Youth Conferences ادارو کې دنده هم لري.
په دې وروستیو کې د فېس بوک پاڼې له لارې خبر شوم چې ېوه بله انجلۍ چې د نيپال هېواد يوې فلمي اداکارې د اسلام دين قبلولو اعلان کړى.
نوې مسلمانې شوې نيپالۍ اداکارې په خپلو خبرو کې ويلي چي زه اسلام سره د اسلام په ضد پروپاګند نېږدې کړم او کله چې مې د اسلام په اړه مطالعه پيل کړه په دې پويه شوم چې اسلام يواځنى دين دى چې انساني ارزښتونو او حقوقو ته په کې په پوره درناوي د عادلانه ژوند ډاډ نغښتى دى.
د اسلام په منلو دواړو خوېندو ته په ايماني مينې ښه راغلى وايم او شکر دى چې ورځ تر بلې غېرمسلم د اسلامي ارزښتونو په درک کولو سره خپل دنياوي او اخروي مسووليت ترسره کولو ته مخ اړوي.