کور / تازه خبرونه / هلمند: دوو چاودنو ۱۱ کسان ووژل

هلمند: دوو چاودنو ۱۱ کسان ووژل

لښکرګاه : دهلمند ولایت دموسى کلاپه ولسوالۍکي ددووچاودنوله امله داوو ښځو په ګډون ١١ عام وګړي وژل شويدي. دکورنیو چارو وزارت په یوه خبرکي راغلې دی ،چې داچاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې دموسى کلاولسوالۍ په ديزروسيمه کې ترسره شوه.
سرچينې زياته وی ،چي چاودنه پر يوه ملکي سراچه موټر شوېده کوم چې پکې دسيمې اته عام وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شویدي.
د کورنيو چارو وزارت وايي،چې په وژل شووکسانوکې اووه ښځې،يوسړى او په ټپيانوکې يوه ښځه اويونارينه شامل دی.
بل لوری دموسى کلاولسوالۍ دامنيه قوماندانۍ مرستیال رسنیو ته وویل ،چې نن په دې ولسوالۍکې دوي چاودنې شوې دی .د هغه په وينالومړۍ چاودنه په ديزرو سيمه کې پر يوه سراچه موټر شوې ، چې له امله يې د دريو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون لس عام وګړي وژل شوي دي.
اوبله چاودنه د موسى کلا ولسوالۍ د کنجک په سيمه کې پر يوه موټر سايکل شوېده، چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى يوه ښځه ، دوه ماشومان او يو سړى ټپيان دي.
د کورنيو چارووزارت ددې چاودنو پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې ، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيوکې دچاودنواونورو بريدونوپرمهال دملکي وګړودمرګ ژوبلې کچه لوړه شوېده ،چي ښکاره بیلګه یئ تېره اوونۍ په بلخ ولايت کې دواده پر موټر باندي دچاودنې له امله ١٩ تنه ووژل شول، او همدارنګه د اختر دلمانځه پر مهال په فارياب ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد له امله( ۴۱ )کسان مړه اوپه لسګونوهېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.