نن چها رشنبه دکونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو دوسله والوطالبانو په بريدکې ۵ سيميزو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه پیښه نن سهار پنځه بجې او دیرش دقیقي هغه وخت را منځ ته سوه ، چې وسله والوطالبانودغازي اباد ولسوالۍ امنيتي پوستې او دغه راز دامنيې قومندانۍ قرارګاه تر خپلو بريدونو لاندې راووسته. چي وروسته دامنیتې دولتي ځواکونو په ځوابي بريدونوکې وسله والو طالبانو ته هم زيان اوښتې دی، ولې تراوسه پوری وسله والوطالبانو په دی اړه څه نه دی ویلې.