یوه ورځ شرمښ یوه هېلۍ ونیوله، هغه هېلۍ دونده په تلوار وخوړه چي یو هډوکی ئې د هغه په ستوني کي بند سو. شرمښ ساه نه سوای کښلای. په هغه وخت کي ئې یو کوتان ولیدی. شرمښ کوتان ته وویل:
– زما په ستوني کي هډوکی بند دئ، که ئې ته راونه باسې زه به مړ سم، لطفاً زما سره مرسته وکړه، زه به انعام هم درکړم.
کوتان نه غوښتل چي د شرمښ په خوله کي مشوکه ووهي، خو کله چي ئې انعام واورېدی نو ئې ومنل او ورته وئې وویل:
– خوله دي خلاصه کړه.
شرمښ خوله خلاصه کړه او کوتان د هغه د ستوني څخه هډوکی راوایستی. کله چي هغه هډوکی لیري وغورځاوه نو ئې شرمښ ته وویل:
– اوس نو زما انعام راکړه.
شرمښ وویل:
– انعام؟ ما خو تا ته انعام درکړ، ځکه که چیري ما خوله بنده کړې وای نو ته به لکه هېلۍ مړ سوی وای. آیا دغه انعام ستا له پاره بس نه دئ چي ته ژوندی پاته یې؟
کوتان سر وښوراوه او مخکي تر دې چي شرمښ خپل فکر واړوي، والوتی.
د دې نکل درس دا دئ چي توزنه هیله د خدای (ج) له کرمه وتلې ده. موږ باید هیڅکله یوازي د انعام لپاره کار ونه کړو بلکي اصلي مقصد مو باید د ټولو سره کومک وي.
(د یونان له هیواده څخه)