لیکوال : عبدالله جسیم ( پوپلزی )
ژباړه:صدیق الله ( خلیق )
د لومړۍ برخه پته http://www.larawbar.net/33846.html
دادارې او مدیریت تاریخچه
دادارې او مدیریت تاریخچه په یوه شکل دبشر دپیدایښت څخه پیلیږي ، پدې ډول چي انسانانو دخپلو لمړنیو غوښتنو لکه خوراک ، پوښاک ، سرپنا او نورو اړتیاوو پخاطر دېته اړسول ترڅو یوله بله سره همکاري وکړي او دا هغه وخت وو چي دکار دویش مسله یی پخپلو منځونو کي مطرح کړل .
دآدم علیه السلام او دهغه دزامنو ترمنځ دمدیریت ډولونه اودېته ورته هغه مثالونه دي چي په لاندي ډول یی وړاندي کولای سو.
لمړي : شاوخوا ۵۰۰۰ کاله دمیلاد مخکي دخط اختراع ، ثبت او دځینومهمواسنادو ساتل په ټولنیزو چارو کي دښه والي دمنځته راتګ په موخه او دمدیریت داصولوسره سم رواج درلود .
دوهم : د میلاد څخه د۴۰۰۰ تر۲۰۰۰ کالومخکي دمصریانو لخوا داوبو لګولو پروژې ، او دلمریز شمسي کال ( ۳۶۵) ورځني تقویم ( جنتری ) تنظیم اوترتیبول دهغه عصر دپلان جوړوني او دمدیریت داساساتو څرګندي بیلګي بلل کیږي .
دریم : دمیلاد څخه دشاوخوا ۱۵۰۰ کلنو مخکی دحضرت موسی ( ع) لس فرمانونه او دهغه دسلسله مراتب څخه ګټه اخیستنه دپلانګزاری او سازماندهی دروند مثال او دحضرت موسی ( ع) دغښتلي مدیریت نمونه وړاندي کوي .
څلورم :دمیلاد څخه دشاخوا ۵۰۰ کلنو وړاندي فارس امپراطوری پرمهال امپراطوري پر۲۰ ایالتونو وویشل سوه .
پنځم : دمیلادڅخه شاوخوا ۴۰۰ کلونه مخکي دلمړي ځل لپاره یونانیانو دموکراسي دآزادفکر وړاندي کولو په معنی تعبیر کړه او ورڅخه یی ګټه اخیستل پیل کړل .
عمومي هدف
په اداره کي د کارکوونکو دپوهي کچي لوړول ، دمهارتونولټول اودچلندونوښه کول ترڅو هغوي وتوانیږي خپلي ورسپارل سوي دندي لکه څرنګه چي لازمه ده په ګټوره توګه ترسره کړي .
اداره څه شي ده ؟
دادارې تعریف : اداره هغه فضا او چاپیریال ته ویل کیږي چي په هغه کي افراد یوځای دیوه ګروپ ( ټیم ) په توګه راټولیږي او په پوره همږغی دټاکل سوو موخودحاصلولو لپاره کارکوي .
مدیریت څه شي دی ؟
مدیریت په لغت کي اداره کولو ( څارګری ) ته ویل کیږي ، په اصطلاح کي ټاکلو هدفونوته درسیدولپاره دانساني او مادي قواوو همږغي کول په لږمصرف او لنډه موده کی مدیریت بلل کیږی .
په بله اصطلاح مدیریت داداري ارکانولکه هدف ، پلان ، دندو، او منابعو دتنظیمولو نهاد ګڼل سوی .
منیجر څوک دی ؟
منیجر هغه څوک دی چي دمنابعو ( بشري ، مالي ، او نورمنابع ) دټاکل سوو موخودلاسته راوړلو لپاره په ګټوره توګه وکاروي .
دمنیجر اساسي مکلفیتونه عبارت دي دمعلوماتو اخیستل او تهیه کول ، داړیکو برابرول ، او تصمیم نیول .
دمنیجر مهارتونه : مسلکي مهارت ، بشری مهارت ، تصوري مهارت ، او دستونزو حل ځانګړي مهارتونه
سیسټم څه شی دي ؟
هغه تګلاري چي یوله بل سره تړلي دي او دهمدې تګلارو دکاروني پربنسټ دادارې ځیني ټاکل سوي هدفونه لاسته راوړل کیږي سیسټم بلل کیږي .
ستراتیژي څه شي ده ؟
ستراتیژي هغه جامع ، واحد او بشپړپروګرام دی چي پربنسټ یی دیوې ادارې اساسي موخي ټاکل کیږي .
یا په بل عبارت ستراتیژي دپالیسیو او فعالیتونو هغه بشپړسوی پلان ته ویل کیږي چي یوه اداره یی دخپلي رامنځته کیدو اصلی هدف ته درسیدو لپاره غواړي وکاروي .
پلان څه شي دی ؟
پلان هغه مخکینی طرحه چي په منظمه او سیستماتیکه توګه پکښي هدف ته رسیدل امکان پیدا کوي .
دپلانونو ډولونه :
پلانونه دوخت او زمان له مخي پردرې ډوله دي ۱ :- لنډمهاله پلان ۲:- منځمهاله پلان ۳:- اوږدمهاله پلان
ادامه لري …