د امریکا په ختیځوایالاتونوکې د(سینډی ) په نامه ستر توفان راروان دی.ددې توفان لپاره ځایی چارواکو بیړنۍ حالت اعلان کړی،چې ددغوسیمود تباه کوونکې توفان څخه وژغورل شي.
دغه توفان،چې د اکتوبر په ۲۵ نیټه له کیوبا، هایتي او جمیکا هیوادوڅخه دامریکې په لورخوځیږی،دسنډي توفان په نامه یادیږي اوویل کیږي،چې دغه توفان په یوه ساعت کې یوسلو شل کیلومیتره لاره وهي.درپوټونوله مخې دغه توفان تر اوسه څه د پاسه شپیته تنه امریکایان وژلي او په سلګونه نورامرکایان یی زیان من کړیدی.
نن دوشنبه دغه توفان دامریکا شرقی برخو ته چي مرکز یی د نیویارک ښار، نیو جرسي،کولوملبیا او دامریکا پلازمینه واشنګټن او د پینسلوانیا ایالتونو ته راروان دي.. دسینډی تو فان د ۲۰۰۱ کال نه وروسته د امریکا د متحده آیالاتو د نړیوال تجارت دنرخ او بيې بازارپه ټپه درولې دی. دامریکا په توفانې سیموکي دترانسپورتي ریلګاډو، میترو اوسرویسونوتګ اوراتګ درول سویدی او د ۳۷۵ زرو خلکو څخه غوښتنه شوی چي خپل کورونه پریږدی او د امن ځایونو ته ولاړشي.
د امریکې ولسمشر بارک اوباما ددغه توفان په اړه له وړاندې نه انديښنه ښکاره کړې او د امریکې د ختیځو ایالاتونو په وګړو يي ږ غ کړی،چې دحکومت سالمې لارښوونې په نظر کې وساتي،تر څو ددې تباه کوونکي توفان له خطرڅخه په امان کې پاتې شي.
ددغه ویروونکي توفان له امله نن دامریکې په نیو جرسي اونورو سیموکې بیړنۍ حالت اعلان شوی و او زیاتره دولتي دفترونه،ښوونځي،ښارونه ،ترانسپورتي او هوايي ډګرونه تړل شوي وو.
ویره لیدل کیږي،چې دغه توفان به په امریکې کې روانې ولسمشریزې ټاکنې هم له خنډ سره مخا مخ کړي.
دامریکې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې سی شبنې په ورځ دنوومبر په ۶ نیټه ترسره کیږي.