سریزه
په ۱۳۹۲ هجري لمریز یا ۲۰۱۳ کال کې به غزني د هغې فیصلې له مخې د اسیایي تاریخي او لرغونو ښارونو له منځ څخه د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه رسما اعلانیږي، جشن به یې نمانځل کیږي او خپل تاریخي، لرغونی او کلتوري موجودیت به ثابتوي چې د اسلامي هیوادونو د علمي او فرهنګي سازمان آیسیسکو د کلتوري چارو وزیرانو د ۱۳۸۶ کال د لیندۍ په ۲ مه نیټه په لییبا کې کړې وه.
مخینه
ښه به دا وي چې په دې هکله تر ټولو لومړی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هماغه وخت د خبرپاڼې یوه برخه را واخلو چې د هغه په وسیله یې دغه مهم او ستر زیری له هیوادوالو سره شریک کړی دی:
(د اسلامي هیوادونو د علمي او فرهنګي سازمان آیسیسکو د فرهنګ د وزیرانو په شپږم کنفرانس کې چې په لیبیا کې جوړ شوی تصمیم و نیول شو چې د غزني ښار په ۲۰۱۳ کال کې د آسیايي ښارونو له ډلې څخه د اسلامي فرهنګ د پایتخت په صفت و پیژندل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالکریم خرم چې د آیسیسکو په شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه په لیبیا کې دی د آیسیسکو له غړیو هیوادونو څخه یې د دوی د دغه تصمیم له کبله مننه وکړه او ویې ویل: چې غزني د اسلامي فرهنګ په وده کې د پام وړ ځای لري او حق لري چې د اسلامي فرهنګ پایتخت و ګڼل شي. نوموړي وویل: چې دا افتخار یواځې د افغانانو نه بلکي د ټول اسلامي جهان په برخه دی)
د غزني تاریخي پس منظر او جغرافیایي موقعیت
د غزني لرغونی ښار د میلاد څخه د مخه په اوومه پیړۍ کې د بودایي دین لوی مرکز ګڼل کیده خو په ۶۸۳ میلادي کال د اسلامي فتوحاتو په دایره کې شامل او په ۸۶۹ میلادي کال دغه لرغونی ښار د صفاریانو په لاس وران شو.
د غزني ښار د ۹۹۴ څخه تر ۱۱۶۰ میلادي کال پورې د غزنویانو د لویې امپراتورۍ مرکز ګڼل کیده او د غزنویانو امپراتورۍ له هند څخه تر منځنۍ آسیا او عربي خلیج پورې پراخوالی درلود او سلطان محمود غزنوي د همدې سلسلې لومړی امپراطور ګڼل کیږي.
د غزني ښار په ۱۱۱۵ میلادي کال د علاالدین غوري او په ۱۲۲۱ میلادي کال د چنګیزخان په لاس سخته وراني لیدلي او نوموړی ښار یېپه بشپړه توګه سوزولی دی.
غزني په راوروسته پیړیو کې هم تل د یوه مهم سیاسي او سوداګریز مرکز په توګه په سیمه کې خپل موجودیت ثابت کړی او د انګریزانو د ښکیلاک پر وخت د آزادۍ د لارې د مجاهدو مشرانو لکه غازي محمد جانخان وردګ او ملا مشک عالم اندړ د مبارزو مرکز او د زیاتو معرکو شاهد تیر شوی دی. همدانګه د غزني ښار د افغانستان په هر سیاسي بدلون په لړ کې او ډیره اندازه متاثر شوی، سیاسي جریاناتو مهم بللی او تل یې خپل ستراتیجیک موقعیت په ثبوت رسولی دی.
د غزني اداري تشکیلات او واحدونه
غزني اوس مهال د هیواد د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه یو ولایت دی، د ځمکې مساحت یې ۲۲۹۱۵ کیلو متر مربع او هستوګنو وګړو شمیر یې څه د پاسه یو میلیون کسان اټکل کیږي. غزني د دریا د سطح څخه ۲۱۷۲ متره لوړوالی لري او د پلازمینې کابل لویدیځ پلو ته ۱۵۴ کیلومتره لرې پروت دی.
د غزني ولایت د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د وردګ او لوګر ولایتونه، جنوب ته یې د پکتیا او پکتیکا ولایتونه، لویدیځ ته یې د ارزګان او زابل ولایتونه او شمال ته یې د بامیان ولایت موقعیت لري.
د دې ولایت مرکز د غزني ښار او په مرکز سربیره ۱۸ اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې د آب بند، اجرستان، اندړ، ده یک، ګیلان، ګیرو، جم جغتو، جاغوري، خوګیاڼي، خواجه عمري، مالستان، مقر، ناوه، ناور، قره باغ، رشیدان، واغز او ځنه خان په نومونو یادیږي. د غزني د ولایت او ښار وګړي زیاتره په سوداګرۍ، بزګري او مالدارۍ خپله ګزاره کوي او د خپلو انګورو، سبو او تولیداتو سره د هیواد مارکیټونه ښکلي کوي.
د غزني ښار تاریخي آبدات
د غزني د زاړه ښار او بالاحصار په شمول په همدې ښار کې زیات شمیر تاریخي آبدات شتون لري چې د تیر څه د پاسه دیرش کلن ناورین په دوران کې سخت زیانونه ورته رسیدلي دي او له دې جملې څخه ۳۵ یې بیړنۍ بیا رغونې ته اړتیا لري.
باید وویل شي چې له ۱۳۸۶ راهیسې چې غزني د اسلامي تمدن د مرکز په توګه نومول شوی، ۵ کلونه تیر شوي دي چې زیات عمر ګڼل کیږي خو په هغه شکل چې مناسبه ده د غزني د تاریخي آبداتو بیا رغونې ته سمه پاملرنه نه ده شوې چې په دې هکله د غزني چارواکي، حکومت، ملي شورا او افغان ولس د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د مالیې وزارت او د غزني پخواني والیان ګرم ګڼي چې په خپل وخت یې مناسب اقدام نه دی کړی. همدارنګه یادو شوو مراجعو د غزني لرغوني ښار رغولو ته پاملرنه نه ده کړې، له سستۍ څخه یې کار اخیستی او هر څه یې وروستۍ شیبې ته پرې ایښي دي.
د همدې سستۍ له کبله کله کله خو دا آوازه هم خپریږي چې د آیسیسکو غړي هیوادونه په خپل تصمیم بیرته پښیمانه شوي دي او غزني به په ۲۰۱۳ کال چمتو نه وي چې د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه خپل حضور ثابت او په همدې مناسبت جشن و نمانځل شي. خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اوسنیو چارواکو او غزني والي ښاغلي موسی خان اکبرزاده د څرګندونو پر بنسټ دا خبره حقیقت نه لري او هسې یو تشوهم ګڼل کیږي.
د غزني په ښار کې اړینې چارې
د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه د غزني ښار لپاره زیات شمیر اړینې پروژې په ګوته شوې وې چې د هغه له جملې څخه د همدې ښار د هوايي ډګر معیاري کول، په نړیوال معیار د لوکسو هوټلونو جوړیدل، په سمه توګه د ښار پاکول، د ټولو تاریخي آبداتو بیا رغونه، د غزني پوهنتون، غزني موزیم او د غزني د ښار د سړکونو پر جوړولو سربیره د داسې یوه تلویزیوني او رادیويي چینل او مستند فلم ترتیب کول دي چې د غزني تاریخي دریځ په نړیواله توګه ثابت کړي.
همدارنګه د غزني زاړه ښار ته پاملرنه، د همدې ښار کانالیزاسیون، بریښنا، تفریحي ساحې، چراغونو، ستر کتابتون او د غزني پیژندنې او اسلامي ثقافت مرکز جوړیدل هم په دې لاره کې د مهمو پروژو څخه ګڼل کیږي چې باید د ۲۰۱۳ میلادي کال د مخه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي وای.
د همدې موخې لپاره د غزني چارواکو او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مسوولینو څو څو ځلې د عزني لپاره د ۱۲۰ میلیون ډالرو د مرستې غوښتنه له نړیوالې ټولنې او افغان حکومت څخه کړې وه.
له پراګه خپریدونکې آزادۍ راډیو سره د ولایت پر ولایت د پروګرام له لارې د غزني د والي ښاغلي موسی خان اکبر زاده د مرکې پر بنسټ چې د ۱۳۹۱ کال د تلې په ۲۸ نیټه تر سره شوه نوموړي ډاډ ورکړ چې د غزني د تیرو والیانو، مالیې او د اطلاعاتو او کلتور د وزارتونود سستۍ سره سره چې ډیر وخت یې ضایع کړی دی، د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر تر میاشتې به ټول اړوند ضروري ګامونه اوچت شي او ټاکل شوې پروژې به د غزني د موزیم په شمول بشپړې شي او غزني به د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه نمانځلو ته آماده وي. خو دا ځواب به راتلونکی وخت ورکړي چې آیا د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر تر میاشتې پورې به دا هر څه ممکن وي لکه د غزني اوسنی والي یې چې وايي؟ باید وویل شي هغه یو شمیر پروژې چې په دې برخه کې بشپړې شوې له لازم معیار څخه برخمنې نه دي چې یوه لویه اندیښنه ګڼل کیږي.
ستونزې او خنډونه
د مسوولینو سستي، د ولایت د چارواکو، ملي او ولایتي شوراګانو د وکیلانو تر منځ د اختلافاتو او تربګنیو د اوږدې سلسلې موجودیت، د وخت ضیاع، نا امني، د بودجې د تصویب او انتقال پیچلی سیستم، اداري فساد، په یو او بل باندې پړه اچول، د اداراتو تر منځ د همغږۍ نشتوالی، له ملي مسایلو سره د مینې کموالی، له مسوولیت څخه اوږه خالي کول او د غزني سوړ اقلیم هغه ستونزې دي چې د غزني د تاریخي آبداتو د بیا رغونې او نورو پرمختیایي پروژو د علمي کولو په مخه کې یې خنډونه را ولاړ کړي، ۵ کاله ضایع شوي او له بده مرغه هر څه وروستۍ لحظې ته پریښودل شوي دي.
د اسلامي تمدن پلازمینه او ګاونډي هیوادونه
یو بل لوی ګواښ چې په دې برخه کې تر سترګو کیږي هغه د ایران او پاکستان لاسوهنې، ناسالم رقابت او زموږ د هیواد په وړاندې بخل، حسادت او حقارت دی چې زموږ ګاونډي هیوادونه په هیڅ توګه نه غواړي چې دغه ستر ویاړ او بری د افغانستان په برخه وي.
پاکستان او ایران دواړه په لوی لاس په غزني او د هیواد په زیاترو سیمو کې نا امنیو ته لمن وهي او ایران د کلتوري یرغل، خپلو جاسوسانو او لاسپوڅو له لارې غواړي چې په هیڅ توګه زموږ لرغونی غزني او ویاړلی هیواد د دې ستر ویاړ، برم او عزت خاوند نه شي.
ایران له یوې خوا د مرستو په زهرجن نوم غواړي چې افغان لوری تیر باسي، د تاریخي آبداتو بیا رغونه همداسې شاړه پاتې شي او له بلې خوا غواړي چې هر څه د همدې هیواد د جاسوسو ماهرانو تر مشرۍ لاندې په غیر معیاري ډول سر ته و رسیږي او د غزني د تاریخي آبداتو چارې ټګنۍ شي.
د ملي شورا په تیره دوره کې د غزني د خلکو د استازي ښاغلي عبدالجبار شلګري پر وینا د ایران پخواني سفیر ښاغلي مالکي ژمنه کړې وه چې دوی به د غزني منار رغوي خو کله د همدې هیواد سفیر بدل شو نو نوي سفیر له کړې ژمنې څخه په شا شو چې دغه کار د منار د بیا رغونې چارې تر ډیره بریده ټګنۍ کړې دي.
د غزني موزیم که د سپیو آرامځی
د غزني د ولایت د هغو لیدونکو په نظر چې له آزادۍ راډیو سره یې مرکې کړي دي، د دې ښار موزیم چې د همدې ولایت د مقام په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې بند، ودانۍ یې ورانه او د همدې ښار د کوڅه ډبو سپیو په آرامځی بدل شوی دی. همدارنګه د غزني د موزیم ودانۍ داسې وران حالت ته رسیدلې ده چې له کومو موانعو پرته هر څوک په آزاده ورتلی او هغه زنګ وهلي قلفونه لیدلی شي چې د دې ویجاړې ودانۍ په څو دروازو باندې پراته دي.
له آزادۍ راډیو سره په یاده نیټه د یوې مرکې په ترځ کې د غزني اوسني والي ښاغلي موسی خان اکبرزاده زیاته کړه: ( د غزني موزیم په هکله دا هر څه منم چې د ولایت په ۲۰ مترۍ کې پروت دی، وران دی او پاتې دروازو ته یې قلفونه اچول شوي دي خو د دې موزیم تاریخي آثار د کابل په موزیم کې په امانت ډول ایښودل شوي دي او کله چې د دغه موزیم ودانۍ په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شي نو خپل آثار به یې بیرته په معیاري ډول پکې کیښودل شي. نوموړي همدارنګه وویل چې د ایټالیا هیواد څو څو ځلې ورسره ژمنه کړې ده چې د غزني د موزیم ودانۍ به رغوي خو تر دې مهاله دا کار نه دی شوی او موږ پلان لرو چې د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه به غزني د نمانځلو تر مخ د موزیم ودانۍ بیرته جوړه او د سیلانیانو پر مخ به پرانیستل شي) نو وخت به معلوم کړي چې آیا دا کار به شونی وي او که نه؟
له لاسه وتلي فرصتونه
د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه د غزني ښار او تاریخي آبداتو د چمتوالي په هکله زیات فرصتونه ضایع شوي دي او له دې فرصتونو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس، حکومت، ملي شورا، افغان ولس او نړیواله ټولنه ښه خبر دي. خو عجیبه خبره دا ده چې په دې ترځ کې له هیچا څخه پوښتنه ګرویږنه نه کیږي چې د غزني والیانو، د اطلاعاتو او کلتور او مالیې وزیرانو او نورو اړوندو موسساتو ولې په دې هکله دومره طلایي فرصتونه له لاسه ورکړي دي؟
دوه وړاندیزونه
لومړی ښه خبره به دا وي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت، پارلمان، ولس، اړوندې موسسې د نړیوالې ټولنې په مرسته لاسونه یو بل ته ورکړي او د یوه ملي حشر په ترځ کې د همدې ښار پاتې پروژې ژر تر ژره و رغوي او حتی یوه لحظه هم ضایع نه کړي څو افغان ولس، اسلامي نړۍ او په مجموع کې نړیواله ټولنه په ۲۰۱۳ میلادي کال د خپل پلان له مخې غزنی په داسې توګه و نمانځي چې په رښتیا د اسلامي تمدن پلازمینه او مرکز و ګڼل شي.
دویم دا چې اوس خو جوته شوه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د غزني محلي اداره په یوازې ځان د دې توانایي نه لري چې په خپل وخت ټولې اړوندې پروژې بشپړې او غزني په ۲۰۱۳ کال د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه نمانځلو ته چمتو کړي نو د هیواد ولسمشر ته ښایي چې د یاد شوو ارګانونو تر څنګ یوه داسې واکمن کمیسیون ته واک و سپارل شي چې په خپل وخت د ټولو اړوندو چارو د سر ته رسیدو ډاډ افغان ولس ته ورکړي او ټولو اړوندو چارو ته یقیني بڼه په برخه کړي.
اخځلیکونه:
آزادي راډیو او د همدې راډیو ویب پاڼه
بهیر ویب پاڼه، احمدي، ګل آغا، غزني د اسلامي تمدن پلازمینه
غزني ویکپيډیا، پښتو، دري او عربي
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت رسمي ویب پاڼه
د ویسا ورځپاڼې ویب پاڼه
د هشت صبح ورځپاڼې ویب پاڼه
روزګار ویب پاڼه