کور / تازه خبرونه / قومی مشران: نوربه کوکنارنه کرو

قومی مشران: نوربه کوکنارنه کرو

يوشمېر قومي مشرانو اوسپین ږیروددوشنبې په ورځ دهلمند له والي محمد نعيم سره ديوې ګډي غونډې په ترڅ کې ژمنه وكړه، چې نوربه په خپلوسيمو كې کوکنارنه كري.
دوى چې دامهال په خپلوځمكوكې پنبه ، جواری او نور روا کښتونه کري، دخپلو محصولاتو دپلورلولپاره مناسب بازارنه لري،چې دغه کار ډيرى کروندگرناهيلي کړي هم دي اودکروندی دحا صلاتوګټه یی ددوی لګل شوی مصارف نه پوره کوي.
ددوى په وينا،په سيمه کې د ټولنيز عدالت اوهراړخيز پرمختگ نه شتون هغه لاملونه دي،چې ځينې ستونزې يې د ادارې لپاره رامنځ ته کړېدي.دوی دخپل ولایت دحکومتي چارواکو څخه و غوښتل چي دکرنی په برخه کي دی ددوی سره اړوندې مرستې اوکومکونه وشی.
خو په دې اړه د هلمندوالي محمد نعيم وايي،چې دکروندگرودستونزو په اړه يې له بېلابېلومرسته کوونکوادارواو ځينووزارتونوسره خبرې کړيدی چي ترڅودکروندگروحاصلاتو ته مناسب بازار پيدااودکوکنارودکرلومخه ونيول شي.
هلمندوالي همداراز له قومي مشرانواودهلمند له اوسېدونکو څخه دکوکنارو په مخنيوي ،دامنيت د پراختيا اود پرمختيايي پروژو د پلي کولو په برخه کې دمرستې ژمني وکړي.
كه څه هم دادوه كاله ځایی چارواکې له كروندګروسره د پنبې لپاره د بازار موندنې خبری كوي، خودغه وعدی لا تر اوسه پوری نه دي عملی شوي اوکروندګر دځمګودښوحاصلاتو لپاره ددولتي مرستو پرته دا توان نلری چي دځمګي دکرلو کښتونه دي ددوی په ګټه تمامی شی.