د خېبرپښتونخوا والي (ګورنر) سیدمسعودکوثر پرون وویل، چې دپنجاب حکومت دترهګرو ډلوسره پټې اونږدی اړیکې لري اودهغوی ملاتړکوی. دغه مطلب دپاکستان دانګليسي ژبې ورځپاڼې( ډان )په یوه برخه کي راغلې دی.
دراپور له مخي دخیبر پښتونخواپه باڼې سیمه کې پر بې ځایه شویوکورنېودمرستو دویش پرمهال کوثر دپاکستان پر پنجاب حکومت تور ولګاوه، چې دتروریستي ډلو تر شاه ولاړدی او له هغوی سره پتې اړیکې پالي.
هغه زیاته کړه : چي پنجاب وترهګرو ډلوته په مدرسوکې داستوګنې ځایونه برابروی او د دوی د فعالیتونو قربانیان هم قبايلې خلک دي او دا تروریستي ډلې نه د پاکستان او نه هم د قبايلي خلکودوستان کېدلي شي.
نوموړي داردکړه، چې ګنې قبایلي خلک دوسله والوډلو ټپلوملاتړکوي. کوثر ټېنګار وکړ، چې په قبايلي سیموکې تروريستي فعالېتونه پخوانې او مخینه نه لري او دا پرې یوه تپل شوې نوی پدېده ده.
په دې وروستیو څوکلونوکې دپاکستان پوځ په قبایلي سېموکې دوسله والو ډلودځپلو په موخه وخت نا وخته وسله وال عملیات کوي، چې درسنېو دراپورونو له مخې ددغو عملېاتوله امله ډېری کورنۍ دخپلوسیمو پرېښودو ته اړ شوي دي او په دغه عملیاتو کې ډېرو ځاېئ اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.