په هلمند كې زرگونوكروند گروته د غنمود اصلاح شويوتخمونود ويش لړى پيل شوه
ياده شوې لړى مارجې ولسوالى كې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم،د يوشميرامنيتي ادارومسؤلينواود مارجې سلگونوكروند گروگډون درلود پيل شوه.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې په دې لړى كې ددې ولايت په پنځوولسواليوكې ۱۵ زره ۷۰۰ كروند گروته د غنمواصلاح شوى تخم وركول كيږي چې هركروند گرته پنځوس كيلوگرامه د غنمواصلاح شوى تخم د ۵۷۰ افغانيوپه بدل كې په پام كې نيول شوى دى.
د نوموړي په وينا چې د اصلاح شويوتخمونودا مرسته د كوكنارود كركيلې د مخنيوي اود كرنې د لاپراختيا په موخه ترسره كيږي چې د كرنې وزارت لخوا په لاره اچول شوې ده.
هغه يوځل بيا له كروند گرووغوښتل چې پخپلوځمكوكې حلال كښتونه وكري اوپه ټول هلمند كې د كوكناروله كركيلې لاس واخلي.
د يادونې وړده چې د غنمود اصلاح شوي تخمونه په مارجې ولسوالى كې ۳۱۴۰ تنوكروند گروته وركول كيږي.