جګړه او سوله يو نړيوال رومان دى. دا رومان په نولسمه پېړۍ كې نامتو روسي
ليكوال ( ليف نيكولايوويچ تولستوى ) ليكلى دى. داد نړۍ دادبياتو په تاريخ
كې يو له غورو نه غوره رومان دى چې دوكتور لطيف بهاند له روسي ژبې نه
پښتو ته راړولى دى. او دغه اثار دنړۍ لس ګونو ژبوته ژباړل شوې دی.
جګړه او سوله نژدې ۲۷۰۰ مخونو كې په ښه كاغذ او ډبله پښتۍ په څلورو برخو
كې د زرو ټوكو په شمېر په عالي کيفيت د ميدان وردګ ولايت د پخواني والي
او فرهنګپال شخصيت الحاج محمد حليم فدايي په مالي لګښت او هڅو او د
مهمند خپرندويه ټولنې په تخنيکي مرسته چاپ شوى دى.
ټاكل شوې ده په راتلونكو څو اونيو كې به ددې رومان مخكتنه دټولو فرهنګي
ګړيو او ددې کتاب دمينوالو په ګډون به دښاغلي محمد حليم فدايي په مالي
لګښت هم ترسره شي. او یادکتاب به دمینوالو لاسو ته په وړیا ډول ورسیږي.